ژبه

په کابل ښار کې چاودنې یو تن وژلی، دوه نور یې ټپیان کړي دي

کابل(پژواک، ۲۳ ليندۍ ۱۴۰۰): د کابل ښار د اتمې امنيتي حوزې اړوند د ټانک لوګر په سیمه کې چاودنې يو ملکي وګړي وژلی او دوه امنيتي ځواکونه یي ټپيان کړي دي.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستيال عقيل جان عزام، د دغو څرګندونو تر څنګ وايي چې دغه پېښه په ګلدان کې د ځای پر ځای شوي ماین د چادونې له امله رامنځته شوې ده.

دغه چاودنه نن له غرمې مخکې رامنځته شوې او تر اوسه یې چا مسوولیت نه دی منلی.

ورته موضوع