کابل (پژواک، ۲۳ لېندۍ ۱۴۰۰): د ریاست الوزرا مرستیال عبدالسلام حنفي وایي، له نن څخه په ټول هېواد کې د هر ډول بهرنیو اسعارو پر کارولو بندیز ولګېد او هغوی ته به د ملي خاینانو په توګه سخته سزا ورکړل شي چې ډالر قاچاق کوي.
نوموړي دغه څرګندونې نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته وکړې.
ده وویل، له تېرو درېیو- څلورو ورځو راهیسې ځینو نامسوولو کسانو په ټولنیزو رسنیو کې د ملي کرنسۍ ارزښت کم ښودلی او یو شمېر ناقانونه کارونه یې کړي دي.
دی وايي، له همدې امله د ډالرو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت ټیټ شوی دی.
خو ده د ناقانونه کړنو په اړه جزییات ور نه کړل.
حنفي زیاته کړه، د افغانستان اقتصادي وضعیت ثابت دی او د هېواد ټولې اړتیاوې له داخلي عوایدو پوره کېږي.
ده ډاډ ورکړ چې له تقاضا سره سم به په افغانستان بانک کې شته ډالر بازار ته وړاندې شي څو د افغانیو بیه ورسره ښه شي.
د یادونې ده چې تېره ورځ د وزيرانو شورا اقتصادي کمېسیون ته دنده سپارلې وه څو له ټولو اقتصادي بنسټونو سره په همغږۍ د افغانۍ د ثبات ساتلو په اړه بېړني ګامونه واخلي.
د وزیرانو شورا په دغه غونډه کې د ډالرو د قاچاق پر مخنیوي، د ناچله او جعلي افغانیو د وېش او نورو هغو عواملو په ضد د جدي ګامونو په اخستلو ټینګار شوی و چې د افغانۍ پر ارزښت بده اغېزه لري.
Views: 662
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن