ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا افغانستان سره د بشري مرستو لپاره د امریکا پریکړه لیک تصویب کړ

د ملګرو ملتونو امنیت شورا افغانستان سره د بشري مرستو لپاره د امریکا پریکړه لیک تصویب کړ

author avatar
23 Dec 2021 - 00:31
د ملګرو ملتونو امنیت شورا افغانستان سره د بشري مرستو لپاره د امریکا پریکړه لیک تصویب کړ
author avatar
23 Dec 2021 - 00:31

ګابل (پژواک، د مرغومي لومړۍ نیټه ۱۴۰۰) : د ملګرو ملتونو د امنیت شورا  له افغانستان سره د بشري مرستو د اسانتیا لپاره د امریکا د متحده ایالاتو له لورې وړاندیز شوی پریکړه لیک تصویب کړ.

د امریکا غږ د راپور له مخې، په دې پریکړه لیک کې چې پرون ناوخته تصویب شو، راغلي : “د پیسو ورکړه، نورې مالي شتمنۍ یا اقتصادي منابع او په وخت سره ددې کمکونو د انتقال څخه د ډاډ د ترلاسه کولو لپاره د توکیو او لازمو خدماتو برابرول او یا ددغه ډول فعالیتونو څخه ملاتړ مجاز دی”.

په پریکړه لیک کې دغه راز زیاته شوې چې دغه مرستې “په افغانستان کې د لومړنيو بشري اړتیاو” ملاتړ کوي او د طالبانو اړوند بنسټونو باندې د لګیدلو بندیزونو څخه “سرغړونه” نه ده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) د امنیت شورا له دغه تصمیم څخه هرکلی کړی او د یوناما مشرې ډیبرا لاینز، هغه د افغانستان د خلکو د ملاتړ په اړه یو لوی ګام ګڼلی دی.

په لومړني غبرګون کې د ژغورنې نړیوالې کمیټې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا اقدام پر طالبانو د بندیزونو په وړاندې د یو بشردوستانه استثنا د رامنځته کولو په حیث هرکلی کړی دی، خو استدلال یې کړی چې باید په افغانستان کې د اقتصاد د پاشل کیدو او رنځ د مخنیوي لپاره زیات اقدامات ترسره شي.

ددې کمیټې رئیس ډیوید میلیبند، ویلي چې دغه پریکړه لیک په داسې وخت کې تصویبیږي چې نهه میلیونه افغانان له قحطۍ سره مخامخ دي او افغان کورنۍ د ژمي له یخنۍ سره لاس او ګریوان دي.

د امریکا د متحده ایالاتو مخکنۍ وړاندیز شوې قطعنامه چې په کې د هر مورد ځانګړې ارزونه او بیا د بندیزونو په اساس د معافیت ورکول ذکر شوي وو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د دوو دایمي غړو روسیې او چین له لورې ویتو شوی وه.

د راپور له مخې، دغه پریکړه لیک د یو کال لپاره د اعتبار وړ دی. د مودې محدودول لومړی د پریکړه لیک په مسوده کې نه و ذکر شوي، خو بیا د واشنګټن او د هغې د غربي متحدینو او هند د رضایت د راجلبولو لپاره د کمکونو د دقیق کنترول او معیاد په اړه یې انتقاد کړی و بیا دغه یو کال موده په کې زیاته شوه.

د اګست په ۱۵ په افغانستان کې د طالبانو له واکمن کیدو وروسته په متحده ایالاتو او نورو هیوادونو کې د افغانستان د مرکزي بانک شاوخوا ۹.۵ میلیارد ډالر شتمنۍ کنګل او ددې هیواد سره بهرنۍ مرستې بندې شوې، افغانستان د بشري ناورین او د اقتصادي زوال سره مخامخ شو.

نړیواله ټولنه له هاغه وخت راهیسې ددغې غمیزې د مخنیوي په څرنګوالي باندې کار کوي.

د ملګرو ملتونو ادارو په وار وار په افغانستان بشري وضعیت خطرناک ګڼلی او ویلي یې دي چې پدې هیواد کې څه دپاسه ۲۳ میلیونه انسانان له لوږې سره مخامخ دي، ماشومان له خوارزواکۍ رنځیږي، شاوخوا ۷۰ فیصده ښوونکي له معاشونو پرته کار کوي او په میلیونونو زده کوونکي ښوونځیو ته له تګ پاته دي.

Views: 212

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.