ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لوى درستيز : هیچاته اجازه نه ورکوو چې زموږ يوه لويشت خاوره ونيسي

لوى درستيز : هیچاته اجازه نه ورکوو چې زموږ يوه لويشت خاوره ونيسي

author avatar
26 Dec 2021 - 18:10
لوى درستيز : هیچاته اجازه نه ورکوو چې زموږ يوه لويشت خاوره ونيسي
author avatar
26 Dec 2021 - 18:10

ښرنه (پژواک، ٥ ليندۍ ١٤٠٠): لوى درستيز وايي چې افغانستان د نورو  هېوادونو په چارو کې لاسوهنه نه کوي او بل هېواد ته هم اجازه نه ورکوي د افغانستان پر خاوره تېرى وکړي.

دغه څرګندونې لوى درستيز قاري فصيح الدين د مرغومې په پنځمه پکتيکا ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کې د ٢٠٣ منصور قول اردو د دويمې لوا د معسکر د پرانېستلو پرمهال وکړې.

هغه وويل، دوى هڅه کوي داسې يوه پياوړې اردو رامنځته کړي چې په هېواد کې د امنيت د ټينګښت ترڅنګ له پولو جدي ساتنه وکړي او د ټولو قومونو استازولي هم وکړي.

دى زياتوي: ((موږ د هیڅ هېواد په چارو کې لاسوهنه نه کوو خو هېچاته اجازه هم نه ورکوو چې زموږ يوه لويشت خاوره ونيسي.))

دغه راز په دغې غونډه کې د پکتيکا والي مولوي عبدالله مختار په امنيتي ځواکونو غږ وکړ چې د خلکو امنيت ته جدي پاملرنه وکړي او هیچاته اجازه ورنه کړي چې ګډوډي رامنځته کړي.

نوموړى وايي چې خلک له حکومت سره پوره همکاري کوي او اوس هغه وخت را رسېدلى چې بايد له پولو څخه کله ساتنه وشي.

تر دې وړاندې لوى درستيز ننګرهار ولايت ته هم د سفر په ترڅ کې ويلي چې د افغانستان له پولو څخه جدي ساتنه کوي.

Views: 649

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.