ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار له زندانه ۴۰ بې ګناه بندیان خوشي شول

د کندهار له زندانه ۴۰ بې ګناه بندیان خوشي شول

author avatar
5 Jan 2022 - 14:12
د کندهار له زندانه ۴۰ بې ګناه بندیان خوشي شول
author avatar
5 Jan 2022 - 14:12

کندهار (پژواک، ۱۵ مرغومی ۱۴۰۰): د کندهار له زندانه هغه ۴۰ تنه بندیان خوشي شول چې د شک په اساس نیول شوي وو او له تېرو څلورو میاشتو په دغه زندان کې ساتل کېدل.

دغه بندیان له هغه وروسته بې ګناه بلل شوي او خوشي شوي چې د زندانونو چارو د سمون ادارې یو پلاوي یې دوسیې څېړلې او ارزولې دي.

کندهار ته د راغلي دغه پلاوي مشر مولوي عبدالهادي مالي اخوندزاده پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه ولایت ته یې په دې موخه سفر کړی څو دلته د زندانیانو وضعیت له نږدې وګوري او دوسیې یې وارزوي.

هغه زیاته کړه، په تېرو څلورو میاشتو کې امنیتي ارګانونو په کندهار ښار او ولسوالیو کې ډېر کسان د بېلابېلو جرمونو په تور نیولي او زندان ته اچولي وو.

دی وايي، په دغو بندیانو کې ځینې د شک په بنسټ نیول شوي وو او دوسیې يې نه وې څېړل شوي.

د هغه په وینا، له تېرو دوو ورځو راهیسې یې د کندهار زندان د بندیانو دوسیې څېړلې چې په پایله کې یې ۴۰ بندیان بې ګناه ثابت شوي او دوی خوشي کړي دي.

نوموړي وویل، دغو بندیانو له کوم جرم او ګناه پرته په زندان کې د بند ورځې او شپې تېرولې او چا د کوم جرم دعوه نه ورباندې لرله.

مالي اخوندزاده څرګنده کړه چې په زندانونو کې د بندیانو د دوسیو د څېړلو او ارزولو لړۍ له غزني ولایت څخه پیل شوې چې د سوېلي زون نورو ولایتونو ته به هم وغځول شي.

د کندهار په عمومي زندان کې په سلګونو بندیان ساتل کېږي چې د غلاوو، قتل، حقوقي دعوو او نورو جرمونو په تور نیول شوي دي.

خو له دغو بندیانو سره په خوا کې له ۱۱ تر ۱۲ سوه په نشو روږدي کسان هم د درملنې په موخه ساتل کېږي.

مالي اخوندزاه وویل، د نشه یانو لپاره د زندان جنايي او سیاسي بلاکونه ځانګړي شوي او همالته ساتل کېږي چې د درملنې له بشپړېدو وروسته به خوشي شي.

د یادونې ده چې د کندهار په عمومي زندان کې په سلګونو کسان بندیان دي چې له تېرو شاوخوا پنځو میاشتو راهیسې د بېلابېلو جرمونو په تور نیول شوي دي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.