ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په بغلان کې د غلاوو ډېرېدو خلک اندېښمن کړي دي

په بغلان کې د غلاوو ډېرېدو خلک اندېښمن کړي دي

author avatar
11 Jan 2022 - 14:08
په بغلان کې د غلاوو ډېرېدو خلک اندېښمن کړي دي
author avatar
11 Jan 2022 - 14:08

پلخمری (پژواک، ۲۱ مرغومی ۱۴۰۰): د بغلان اوسېدونکي وايي، له تېرې یوې میاشتې راهیسې د دغه ولایت د دنډ غوري او مرکزي بغلان ولسوالیو په یو شمېر سیمو کې د شپې له خوا د غلاوو پېښې ډېرې شوې دي.

هغوی چې دغو پېښو اندېښمن کړي له امنیتي ارګانونو یې د مخنیوي غوښتنه کوي.

په خپله د بغلان امنیه قوماندان مولوي صفي الله صمیم هم د دغه ولایت په ځینو سیمو کې د غلا پېښې تاییدوي او وايي، په ځینو سیمو کې له یوې تر درېیو د غلا پېښې کېږي، خو دوی یې د مخنیوي لپاره امنیتي ځواکونه ګومارلي دي.

د مرکزي بغلان ولسوالۍ د زاړه ښار اوسېدونکي محمد خان پژواک خبري اژانس ته وویل، په تېره یوه میاشت کې د دې ولسوالۍ په یو شمېر سیمو کې درې ځله غلا شوې چې د یوې پېښې پر مهال د امنیتي ځواکونو او وسله والو غلو تر منځ نښته هم وشوه.

دی وايي، موده وړاندې یوه ډله وسله وال غله د شپې ناوخته د مرکزي بغلان زاړه ښار سیمه کې د ډاکټر ګل فراز کور ته ور اوښتي وو چې نغدې پیسې او طلا یې ورڅخه یووړل، له دې پېښې دوه ورځې وروسته بیا د ناجو په نوم سیمه کې وسله والو غلو له خلکو نغدې پیسې یووړې.

د ده په خبره، دغو پېښو د خلکو ژوند تریخ کړی او اندېښمن دي.

د ډنډ غوري اوسېدونکی محمد عارف هم ورته شکایت کوي او وايي، څه موده مخکې غله په خپله د ده کور ته ورغلي وو.

هغه پژواک ته وویل، نیمه شپه وه، یوه ډله وسله وال یې کور ته دننه شول او ویل یې مه وېرېږئ، موږ امنیتي کسان یوو.

د ده په خبره، دغو وسله والو د ده د کورنۍ له ټولو غړو موبایلونه ټول کړل او بیا یې کور وپلټه چې څه قیمتي توکي په مخه ورتلل لکه طلا، نغدې پیسې او نور ټول یې ورسره یووړل.

هغه زیاتوي، لومړی یې فکر کاوه چې رښتیا امنیتي کسان دي خو وروسته چې یې د کور ټول غړي په یوه کوټه کې بند کړل او بیا یې په خپلو غوږونو د بکسونو د ماتولو غږ واورېد نو پوه شو چې غله دي.

نوموړی له امنیتي ارګانونو غوښتنه کوي چې د غلاوو د پېښو مخنیوی وکړي او غلو ته سخته سزا ورکړي.

په ورته توګه د همدې ولسوالۍ د نیازیانو کلي اوسېدونکی نیاز ګل وايي، وړمه شپه شاو خوا دوولس بجې څو تنه د کور پر دېوال ور واوښتل خو د دوی له وېښېدو او ډزو کولو وروسته وتښتېدل.

دی زیاتوی، وسله والو غلاوو د کلي د اوسېدونکو له سترګو خوب تښتولی او اړ شوي چې پر خپلو کورونو تر سهاره پیره وکړي.

د ده په خبره، څو میاشتې مخکې یې سیمه د حکومت او طالبانو تر منځ د جګړې میدان و، شپه او ورځ یې د کورنۍ غړو په وېره کې شپې سبا کولې خو اوس چې جګړه درېدلې له غلو ارام نه لري.

په خپله د بغلان امنیه قوماندان مولوي صفی الله صمیم هم د دغه ولایت په ځینو سیمو کې د غلا پېښې تاییدوي.

نوموړي پژواک اژانس ته وویل، په ځینو سیمو کې له یوې تر درېیو د غلا پېښې کېږي خو دوی یې د مخنیوي لپاره امنیتي ځواکونه ګومارلي دي.

د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي مصطفی هاشمي هم د دغه ولایت اوسېدونکو ته ډاډ ورکوي چې ژر به په هغو کلیو کې د نامسوولو وسله والو مخنیوی وکړي چې له وسلو ناوړه استفاده کوي.

هغه زیاته کړه، په دې وروستیو کې د امارت ځواکونه ښار ته راغلي او په کلیو کې د تشې له رامنځته کېدو سره یو لړ امنیتي ستونزې او غلاوې ډېرې شوې دي.

دی وايي، د وضعیت د ښه والي په موخه څو ځایه نوې امنیتي پوستې جوړې شوې او د شپې له پلوه ګزمې ډېرې شوې دي.

د یادونې ده چې د تېر حکومت پر مهال خلکو پر لویو لارو د شپې له پلوه له غلاوو شکایت درلود، خو د طالبانو له راتګ وروسته پر لارو د غلاوو پېښې کمې شوي خو له کورونو د غلا پېښې ډېرې شوې دي.

Views: 140

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.