کابل (پژواک، ۲۷ مرغومی ۱۴۰۰): حکومت وايي چي د هلمند ولایت د کجکي بند کار روان دی او د راتلونکي کال په وري میاشت کې به یې د برېښنا د تولید ظرفیت ۱۵۰ میګاواټو ته لوړ شي.
د کجکي بند لومړی فاز چې د هلمند ولایت په کجکي ولسوالۍ کې موقعیت لري – په ۱۳۵۴ کال کې د ۳۳ میګاواټه برېښنا د تولید په ظرفیت د یو او درېیمې شمارې توربینونو په نصبولو سره جوړ شوی او د دویم فاز د کار چارې یې روانې دي. د دغه بند د دویم فاز په بشپړېدو سره به د یاد بند د برېښنا د تولید ظرفیت ۱۵۱ میګاواټو ته ورسېږي.
د حکومت مرستیال ویاند انعام الله سمنګاني پر خپل ټویټر لیکلي چې د اقتصادي پلاوي غونډه پرون مازدیګر د رییس الوزرا د لومړي مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ جوړه شوه.
د هغه د معلوماتو له مخې، په دې ناسته کې پرېکړه وشوه چې کندهار او هلمند ولايتونو ته د کجکي د برېښنا د لېږد لپاره دې ژر تر ژره برېښنايي وسايل وپېرل شي.
سرچينه ليکلي چې د کجکي د بند کار دوام لري او د راتلونکي کال په وري مياشت کې به د دغه بند د برېښنا توليد ظرفيت ١٥٠ ميګاواټو ته لوړ شي او د هېواد په سوېل کې به سوداګر او خلک ترې ګټه پورته کړي.
انعام الله سمنګانی دغه راز وايي چې په ياده ناسته کې د ميوند بانک، د فابريکو د ګول سیخ پر کیفیت، په بندرونو کې د نفتي توکو د ازمایش لابراتوارونو، د البدر صنعتي کمپلکس پر ستونزو او ننګونو او د هېواد د اقتصاد پر عمومي وضعیت خبرې وشوې.
نوموړي په دې اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.
Views: 97
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن