Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د عامې روغتيا وزارت: هر کال نږدې ٣٤ زره ماشومان د خوارځواکۍ له امله مري

کابل (پژواک، ٢٨ مرغومى ١٤٠٠): د عامې روغتيا وزارت مسوولين وايي چې په هېواد کې ٢،٢ ميليونه ماشومان د منځنۍ کچې او يو ميليون نور يې له حادې خوارځواکۍ سره مخ دي.

بل لورته په روان کال کې يواځې د کابل په دوو روغتونونو اندراګاندي او اتاترک کې  ٩٢٨ پر خوارځواکۍ اخته ماشومان ثبت شوي دي.

په دې اړه د عامې روغتيا وزارت وياند ډاکټر جاويد هژير پژواک خبري اژانس ته د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې وويل چې دا مهال په ټول هېواد کې ٣،٢ ميليونه ماشومان پر خوارځواکۍ اخته دي.

دى وايي چې له دې شمېرې څخه ٢،٢ ميليون يې له منځنځۍ کچې او يو ميليون نور يې له حادې خوارځواکۍ سره مخ دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، هرکال د بېلابېلو ناروغيو له امله شاوخوا ٧٥ زره ماشومان خپل ژوند له لاسه ورکوي چې له دې شمېر څخه ٤٥ سلنه يې بيا د خوارځواکۍ له امله مري.

نوموړى وايي چې بې وزلي، وزګارتيا، ناسم خواړه، پرله پسې زېږون او ځينې نور عوامل د خوارځواکۍ لامل ګرځي.

ده وويل: ((موږ کوښښ کوو چې خلکو ته ښه روغتيايي خدمات وړاندې کړو او ترڅنګ د مور له شېدو څخه د ماشوم د تغذيې لپاره عامه پوهاوى هم ترسره کړو ترڅو د خوارځواکۍ کچه را ټېټه شي.))

د نوموړي په وينا، د ماشومانو د خوارځواکي د کموالي په برخه کې د روغتيا او خوړو له نړيوالو سازمانونو سره هم خبرې شوي ترڅو په دې برخه کې خپلې مرستې ډېرې کړي.

دغه راز کابل کې د اندرګاندي روغتون د خوارځواکۍ د برخې پروفيسور ډاکټر محمد عارف حسن زي پژواک ته وويل چې د تېرکال په ١٢ مياشتو کې ٥٠١ ماشومان د دغه روغتون د خوارځواکۍ په برخه کې ثبت شوي دي.

خو دى وايي چې د روان کال په لسو مياشتو کې تر اوسه ٧٢٧ پر خوارځواکۍ اخته ماشومان له دوى سره ثبت شوي دي.

ده وويل چې پخوا په ولايتونو کې ځينې کلينیکونو د خوراځواکۍ د مخنيوي او درملنې په برخو کې خدمات وړاندې کول، خو اوس دغه فعاليتونه بند شوي دي.

ډاکټر حسن زي زياته کړه: ((کله چې د يوه هېواد اقتصاد خراب شي نو هلته د خوارځواکۍ کچه لوړيږي او که څه هم چې سږکال زموږ امکانات کم دي، خو کوښښ کوو چې د خوارځواکۍ ټولو ناروغانو ته رسېدنه وکړو.))

په ورته وخت کې د اتاترک د ماشومانو روغتون رييس ډاکټر غلام حسن کامل پژواک ته وويل چې تېرکال له دغه روغتون سره ٢٨٧ پر خوارځواکۍ اخته ماشومان ثبت شوي وو.

خو دى وايي چې سږکال تر اوسه له دوى سره ٢٠١ پر خوارځواکۍ اخته ماشومان ثبت شوي دي.

خوارځواکي سره له دې چې د ماشومانو لپاره يوه خطرناکه او وژونکې ناروغي ده خو که چېرې پر خوارځواکۍ د اخته ماشوم درملنه هم وشي، نو راتلوونکي کې به کمزوری او له ډول ډول ناروغيو سره مخ کيږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.