کابل(پژواک، ۶ سلواغه ۱۴۰۰): د امریکا متحده ایالتونو په دغه هېواد کې د افغانستان سفارت او دوو قونسلګریو بانکي حسابونه تړلي او راپورونه ښیي چې دغې چارې هلته افغان دیپلوماټان له ستونزو سره مخ کړي دي.
د امریکا غږ انګلیسي څانګې د دوو افغان دیپلوماټانو له قوله لیکلي چې په واشنګټن کې د امریکا په سيټي بانک (Citibank) کې د افغانستان د سفارت او د دوو افغان قونسلګریو بانکي حسابونه له یوې میاشتې راهیسې ځنډولي دي.
د راپور له مخې، هغه افغان دیپلوماټان چې په امریکا کې خپلو دندو ته دوام ورکوي د يادو بانکي حسابونو د تړل کېدو له امله له ستونزو سره مخ شوي دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، یادو دوو دیپلوماټانو چې نه غواړي نوم یې څرګند شي، ځکه چې دغه موضوع له امریکايي چارواکو سره تر بحث لاندې ده، ویلي چې د سفارت د پیسو پر لېږد، کرايې، تنخواګانو ورکړې او بیمې پر چارو منفي اغېز کړی.
په راپور کې راغلي چې په امریکا کې د افغانستان په قونسلګریو کې نوي پاسپورټونه خلاص شوي، خو د هغو پاسپورټونو تمدیدول چې تاریخ یې ختم شوی، دوام لري.
سرچينه زياتوي، رسمي بانکي حسابونه تړل شوي، د سفارت کارکوونکي اړ شوي چې د پاسپورټونو له تمدید څه تر لاسه کړې پیسې خپلو شخصي حسابونو ته واستوي او بیا یې هره میاشت په اړه په غونډه کې تصمیم نیسي.
یوه افغان دیپلوماټ ویلي: «موږ د بهرنیو چارو له وزارت سره خبرې کړې دي، خو تر اوسه کوم پرمختګ نه دی شوی.» هغه زیاتوي، امریکايي چارواکو ورته سپارښتنه کړې چې په دې اړه له رسنیو سره خبرې ونه کړي.
پژواک دغه موضوع د وتس اپ له لارې په امریکا د افغانستان له سفیرې عادله راز سره شریکه کړه، خو تر اوسه یې ځواب نه دی ویلی.
د راپور له مخې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت يوه ویاند د بانکي حسابونو د تړلو کېدو په اړه له خبرو ډډه کړې، خو ویلي یې دي چې هغه هېواد کې د افغانستان سیاسي استازولۍ د غړو د اعتبار په تړاو کوم بدلون نه دی راغلی.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د پخواني حکومت تر ړنګېدو وروسته، ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازي او چارواکو په ګډون شاوخوا ۹۰ افغان دیپلوماټان په امریکا کې دي.
Views: 169
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن