ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ملګري ملتونه د “طالبانو او هغوی ته د منسوبو کسانو” له خوا د سلو تنو د وژلو ادعا کوي  

ملګري ملتونه د “طالبانو او هغوی ته د منسوبو کسانو” له خوا د سلو تنو د وژلو ادعا کوي  

author avatar
31 Jan 2022 - 14:10
ملګري ملتونه د “طالبانو او هغوی ته د منسوبو کسانو” له خوا د سلو تنو د وژلو ادعا کوي  
author avatar
31 Jan 2022 - 14:10

کابل (پژواک، ۱۱ سلواغه ۱۴۰۰): ملګرو ملتونو په یو راپور کې ویلي چې د افغانستان د سرپرست حکومت ځواکونو سل تنه د تېر حکومت کارکوونکي او د نړیوالو ځواکونو همکاران وژلي، خو افغان چارواکي دغه راپور بې‌بنسټه بولي.

له شاوخوا دوو لسیزو جګړو وروسته، د افغانستان تېر حکومت د روان کال د زمري میاشتې په وروستیو کې له منځه ولاړ او ځای یې اوسني سرپرست حکومت ونیو. افغانستان کې د مېشتو بهرنیو ځواکونو وروستۍ ډله، د تېر حکومت تر ړنګېدو وروسته له هېواد څخه ووته او نوي حکومت د تېر حکومت د نظامي کسانو په ګډون د حکومت ټولو کارکوونکو او هغو کسانو ته عفوه اعلان کړه چې له بهرنیو ځواکونو سره یې کار کړی و.

د رويټرز اژانس د خبر له مخې، د ملګرو ملتونو په یو راپور کې چې رویټرز لیدلی، راغلي: «باور کیږي طالبانو او پلويانو یې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته، یو شمېر پخواني افغان چارواکي، د امنیتي ځواکونو غړي او هغه خلک وژلي چې د امریکا په مشرۍ یې له بهرنیو ځواکونو سره کار کاوه.

سرچینه د یاد راپور له مخې، ادعا کوي چې د ملګرو ملتونو ماموریت د تېرې اګست میاشتې له نیمایي راهیسې د سلو تنو د وژلو په اړه یو راپور مشخص کړی چې ښیي د دغو کسانو له دوه پر درېمې ډېره برخه “طالبانو او هغوی ته منسبوبو کسانو ” له خوا وژل شوي دي.

سرچینې لیکلي، داسې راپورونه هم شته چې شاوخوا ۵۰ هغه کسان هم په بې عدالتۍ سره وژل شوي چې د اسلامي دولت د وسله والې ډلې له سیمه ییزې څانګې سره تړاو لري.

راپور کې راغلي: “د طالبانو له خوا د عمومي بښنې له اعلان سره سره، د ملګرو ملتونو ماموریت له خوا د پخوانیو افغان چارواکو، امنیتي ځواکونو غړو او د متحده ایالتونو په مشرۍ له نړیوالو ځواکونو سره د کارکوونکو کسانو د وژنو، جبري ورکېدو او نورو سرغړونو په تړاو د معتبرو تورونو تر لاسه کول دوام لري.”

دغه راز سرچینې ادعا کړې چې د بشري حقونو مدافعین او د رسنیو کارکوونکي تر بریدونو، تهدید، ځورونې، خپلسري نیولو، ناوړه چلند او وژنو سره مخ دي.

سرچینه زیاتوي چې د امنیت شورا ته د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش، راپور په تېره زمري میاشت کې واک ته د طالبانو په رسېدو او د جګړې له پای سره، سره د افغانستان د ۳۹ میلیون خلکو د ژوند د سختو شرایط انځور وړاندې کوي.

د راپور له مخې، ګوټریش ویلي چي یو پېچلي ټولنیز او اقتصادي سیسټم په داسې حال کې د راپرځېدو په حال کې دی چې نړیوالو مرستندویانو له افغانستان سره مالي مرستې کمې کړې دي.

سرچینه وایي، ګوټریش د امنیت شورا ته وړاندیز کړی چې دغه وضعیت ته په پام افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماموریت پر جوړښت بیا کتنه وکړي.

خو د افغانستان سرپرت حکومت یاد راپور رد کړ.

د حکومت د ویاند مرستیال بلال کريمي پژواک خبري اژانس ته وویل چې په یاد راپور کې شوې ادعاوې د ناسمو معلوماتو له مخې شوي او حقیقت نه لري.

دی وايي:”اسلامي امارت چې کوم د عمومي عفوې اعلان کړی، له هغه وروسته هیچا ته اجازه نشته چې د تېرې ادارې کوم کارمند ته، که هغه په نظامي بخش کې وي، که په ملکي، که په هر بخش کې يې کار کړی وي، ضرر ورسوي؛ د هغوی ژوند محفوظ ده او هغوی ته څوک ضرر نه شي رسولای، چا ته اجازه نشته .”

دی زیاتوي: “دغه امار او ارقام چې نشر کيږي دا زه نه تاییدوم ولې که احياناً په کوم ځای کې د شخصي خصومت له امله چا ته زيان اوښتی وي او څوک وژل شوی وي؛ هغه د اسلامي امارت د ځواکونو له لوري څخه تعقیب شوي او تر محکمه لاندې دي.”

د کورنیو چارو وزارت دا راپور ردوي، وایي:” اسلامي امارت له عمومي عفوې وروسته هيڅوک نه دي وژلي، ځينې پېښې چې موږ یې لرو د تېرې ادارې نظامیان د شخصي دښمنيو په اساس هدف ګرځول شوي، چې هغه پېښې هم تر جدي تحقیق او پلټنې لاندې دي.”

دغه وزارت له ملګرو ملتونو غوښتي چې د افغانستان د وضعیت په اړه “د ځينو مغرضو کړيو” په معلوماتو تکیه ونه کړي او له ځمکنیو واقعيتونو څخه ځان خبر کړي.

Views: 85

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.