زرنج (پژواک، ۱۸ سلواغه ۱۴۰۰): د نیمروز امنیه قومانداني وايي چې امنیتي ځواکونو په دغه ولایت کې یو ایرانی ډاکتر د تښتوونکو له منګولو ژغورلی دی.
د نیمروز د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر مولوي مهاجر نن یوه خبري کنفرانس کې وویل چې امنیتي ځواکونو په یو لړ عملیاتو کې د «جواد قرباني» په نوم یو ایراني درمل جوړوونکی ډاکتر چې د ایران د مشهد اوسېدونکی دی د تښتوونکو له منګولو ژغورلی کړی دی.
نوموړي په دې اړه ډېر جزییات ور نه کړل خو ویې ویل، په یادو عملیاتو کې درې اختطاف کوونکي هم نیول شوي دي.
Views: 33
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن