خوست ښار (پژواک، ۱۹ کب ۱۴۰۰): د خوست د مرکزي زندان بنديانو له مسوولو چارواکو غوښتي چې د دوی دوسیو ته دې رسېدنه وکړي.
دغه بنديان وايي، له څو مياشتو راهيسې په زندان کې شپې ورځې تېروي، خو د برخليک په اړه يې هيڅ معلومات نه کېږي.
بخت رسول يو له دغو بنديانو دی چې له تېرو دوو مياشتو راهيسې د خوست په مرکزي زندان کې بندي دی.
نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې موده کې ورته نه کوم څارنوال او نه قاضي ورغلی او د دوسيې په اړه يې هيڅ معلومات نه کېږي.
دی زياتوي: ((د غلا په تور ونيول شوم. دوه مياشتې مې کېږي چې د دوسيې هیڅ پته مې نه لګېږي چې موږ خلاصېږو که نه خلاصېږو؛ په شک نيول شوی يم، نه مدعي راته راځي، نه څارنوالي حاضرېږي.))
د نويد په نوم د دغه زندان بل بندي پژواک خبري اژانس ته په خبرو کې له مسوولو چارواکو غوښتنه وکړه چې د ده په ګډون د ټولو بنديانو دوسيو ته بايد رسېدنه وشي او په دقيق ډول دې وڅېړل شي.
هغه وويل چې تر دې دمه د هيڅ کوم بندي دوسيه نه ده جوړه شوې او په نامعلوم حالت کې شپې او ورځې تېروي.
هغه وايي: ((دلته ځيني خلک يې بېخي يوه سګرېټ سره نيولي دي او دلته بنديان دي. تر اوسه پورې د هيچا خاصه پوښتنه نه ده شوې، بايد دې ټولو ته توجه وشي او نظر ورته وشي، نور الحمدالله دلته موږ ته ټول سهولتونه برابر دي.))
يو شمېر نورو زندانيانو هم ورته څرګندونې وکړې او له مسوولو چارواکو يې د خپلو دوسيو د څېړل کېدو غوښتنه وکړه.
په ورته مهال د خوست د مرکزي زندان مدير مولوي فضل الرحمن هم له پژواک سره په خبرو کې تاييد کړه چې يو شمېر بنديان په نامعلوم برخليک کې پراته دي او دوسيې يې نه دي څېړل شوې.
خو هغه ډاډ څرګند کړ چې په راتلونکو څو ورځو کې به له څو ادارو څخه تشکيل شوی ګډ پلاوی د ټولو هغو بنديانو دوسيې چې څېړلو ته اړتيا لري، وڅېړي او د هغوی برخليک به معلوم شي.
نوموړي زياته کړه: ((انشاالله دوه ورځې وروسته به ګډ هيئت چې د قوماندانۍ، استیناف څارنوالۍ، محکمې، دعوت او ارشاد او د نورو ادارو نمايندګان په کې دي، د بنديانو دوسيې وڅېړي او له هغه وروسته به ځيني مستقيم له دې ځای نه خوشي شي او د درنو جرمونو بنديانو دوسيې به محکمې ته ځي او هلته به فيصله پرې کوي.))
د مسوولينو د معلوماتو له مخې، دا مهال د خوست په مرکزي زندان کې ۹۳ بنديان موجود دي چې زياتره يې د جنايي جرمونو، په ځانګړي ډول د نشه يي توکو د پېر او پلور په تور نيول شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP