Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په بلخ کې د معلولو ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالي وشوه

مزارشریف (پژواک، د کب لومړۍ نېټه ۱۴۰۰): د بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې د معلولو ویلچر لرونکو لوبغاړو ترمنځ د ځغاستې سیالي ترسره شوه.

په دې سیالۍ کې چې شاوخوا ۲۰ لوبغاړو ګډون کړی و، اسدالله عبدالرحیمزي وکولای شول لومړى مقام خپل کړي.

عبدالرحیمزي پژواک خبري اژانس ته وويل، خوښ دی چې په دې سیالۍ کې یې لومړی مقام خپل کړی او دا یې ثابته کړه چې معلولیت د نوموړي لپاره محدودیت نه شي کېدای.

هغه زیاتوي چې له څلورو کلونو راهیسې د ویلچر باسکیټبال لوبه کوي او دا یې لومړی ځل دی چې د ځغاستې په لوبه کې یې ګډون کړى دى.

حفیظ الله د دې لوبې یو بل لوبغاړی وایي، خوښ دی چې د بدني روزنې له خوا یې د نورو ورزشکارانو په څېر قدر او درناوی کېږي او ويې کولای شول جې د نورو عادي لوبغاړو په څېر په لوبو کې ګډون وکړي.

هغه همدارنګه زیاتوي چې د سولې پيغام رسولو په موخه يې په دې لوبو کې ګډون کړى دى.

دغه راز احمدالله حماد د بلخ بدني روزنې عمومي مدیر وایي چې دغه سيالۍ د ورزش د ودې او له لوبغاړو د ملاتړ په موخه ترسره شوې.

حماد وایي چې د بلخ ولایت معلولو ورزشکارانو لپاره به د دې ادارې له خوا نوی جمنازیم جوړ کړي او د دې ترڅنګ به ورسره د ټرانسپورټ په برخه کې هم مرسته وکړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.