ژبه

ننګرهار کې له دوه زرو ډېرو کورنيو سره مرسته وشوه

جلال اباد (پژواک، ۴ کب ۱۴۰۰): د ننګرهار په درېيو ولسواليو کې له ۲۰۷۳ کورنيو سره د خوراکي او غير خوراکي توکو مرسته وشوه.

په دغو مرستو کې د خوراک نړيوال سازمان له لوري د FGA موسسې په تخنيکي همکارۍ په دوربابا ولسوالۍ کې له ۱۸۶۳ کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.

د معلوماتو له مخې، هرې کورنۍ ته ۷۵ کيلو ګرامه اوړه، ۶ کيلو غوړي، ۹ کيلو دال، مالګه او د ماشومانو د خوارځواکۍ د مخنيوي مواد ورکړل شول.

دغه راز د کيډ مرستندويه ادارې په مالي لګښت په بهسودو او کامې ولسواليو کې له ۲۱۰ بيوزلو کورنيو سره د خوراکي او غير خوراکي توکو مرسته وشوه.

login or register a new account.

ورته موضوع