جلال اباد (پژواک، ۴ کب ۱۴۰۰): د ننګرهار په درېيو ولسواليو کې له ۲۰۷۳ کورنيو سره د خوراکي او غير خوراکي توکو مرسته وشوه.
په دغو مرستو کې د خوراک نړيوال سازمان له لوري د FGA موسسې په تخنيکي همکارۍ په دوربابا ولسوالۍ کې له ۱۸۶۳ کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د معلوماتو له مخې، هرې کورنۍ ته ۷۵ کيلو ګرامه اوړه، ۶ کيلو غوړي، ۹ کيلو دال، مالګه او د ماشومانو د خوارځواکۍ د مخنيوي مواد ورکړل شول.
دغه راز د کيډ مرستندويه ادارې په مالي لګښت په بهسودو او کامې ولسواليو کې له ۲۱۰ بيوزلو کورنيو سره د خوراکي او غير خوراکي توکو مرسته وشوه.
د بشري مرستو د همغږۍ موسسې ولايتي مسوول ذاکرالله وايي، په کامې او بهسودو ولسواليو کې يې د کېډ مرستندويه ادارې په مالي لګښت ۷۶۰ بیوزله کورنیو سره د مرستو د وېش لړۍ پيل کړې چې له مخې یې له ۲۱۰ کورنيو سره نن د خوراکي او غير خوراکي توکو مرسته وشوه.
د مرستو تر لاسه کوونکو له ډلې د مروې په نوم يوې مېرمنې پژواک ته وويل چې له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ ده.
هغې زياته کړه: ((له شوې مرستې خوښ يم خو دغه مرستې بسنه نه کوي ډېرو مرستو ته اړتيا لرو.))
که څه هم چې په دې وروستيو کې په ننګرهار کې له زرګونو کورنيو سره مرستې ترسره شوي خو لاهم په دغه ولايت کې يو شمېر بې وزله کورنۍ وايي چې تر اوسه ورته مرستې نه دي رسېدلي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.









