ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پوهان هغه خبرونه چې ګواکې د اومیکرون فرعي بڼه په نړۍ د کرونا پر غالبه بڼه بدلېږي، نه تاییدوي

پوهان هغه خبرونه چې ګواکې د اومیکرون فرعي بڼه په نړۍ د کرونا پر غالبه بڼه بدلېږي، نه تاییدوي

کابل (پژواک،۴ کب ۱۴۰۰): طبي پوهان په دې اړه ادعا چې د اومیکرون فرعي بڼه (Omicron BA.2) به په نړۍ کې د کرونا ویروس له تر ټولو ډېرو خپرېدونکو بڼو، لومړی مقام خپل کړي، دقیق نه ګڼي او وايي چې تر اوسه د روغتیا نړیوال سازمان له خوا دغه ډول مورد نه دی تايید شوی.

اوازې:

د ایران اسلامي جمهوریت د طبي نظام سازمان په خپل سایټ کې د «سویه فرعی اومیکرون به نام BA.2 به سویه غالب کرونا در جهان تبدیل می‌شود» په عنوان مطلب خپور کړی دی.

په یاد مطلب کې راغلي: ((د روغتیا نړیوال سازمان یو مهم چارواکی وايي چې د اومیکرون فرعي بڼه چې Omicron BA.2 نومېږي، ډېر ژر به په نړۍ کې د کرونا پر غالبه سویه بدله شي او د کرونا تر ټولو د ډېرې خپرېدونکې بڼې لقب به خپل کړي.))

په ورته وخت کې فردا راډیو د «سازمان جهانی بهداشت: یک نوع فرعی از سویه اومیکرون در ۵۷ کشور شناسایی شده است» په نوم مطلب خپور کړی، په دغه مطلب کې راغلي: ((د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې د اومیکرون په نوم د کرونا فرعي سویې چې په دې وروستیو کې کشف شوې او د اصلي سویې په پرتله ډېره خپرېدونکې ده، تر اوسه په ۵۷ هېوادونو کې خپره شوې ده.))

د تسنیم په نوم خبري اژانس د «سازمان جهانی بهداشت: سویه فرعی اومیکرون به زودی در جهان غالب می‌شود» په نوم طلب کې لیکلي چې د روغتیا نړیوال سازمان مهم چارواکي ویلي چې د اومیکرون فرعي بڼه چې Omicron BA.۲ نومېږي، ډېر ژر به په نړۍ کې د کرونا پر غالبه بڼه بدله شي.

دغه راز یاد مطلب د فېسبوک او ټویټر ټولنیزو پاڼو کارکوونکو له خوا خپور شوی دی.

خو حقیقت څه دی؟

د افغان- جاپان روغتون د ظرفيت لوړونې او د کيفيت د تضمين او بېړنیو برخو مسوول ډاکټر حشمت فيضي پژواک خبري اژانس ته وويل: «په دې اړه چې ګواکې د اوميکرون فرعي بڼه د خپرېدو په حال کې ده، په دې اړه باید یادونه وکړم چې دا ډول قضیه د نړیوال روغتیا سازمان لوري تایید او خپره شوې نه ده.»

هغه زیاته کړه: «کووېډ-۲۹ ویروس د RNA ډوله ویروسونو له ډلې دی چې  جنیټکي بدلون په کې امکان لري او ښايي په راتلونکي  د کووېډ-۱۹ نوو بڼو شاهدان و اوسو.»

دغه راز په افغان – جاپان روغتون کې موظف ډاکټر مېړني براتزي د روغتیا نړیوال سازمان د چارواکي د څرګندونو په اړه وویل: «دغه څرګندونې کېدای شي ډېرې دقیقې نه وي؛ ځکه تر هغه چې د کوويډ نوې بڼه یوه څپه تېره نه کړي، هيڅوک مخکې له مخکې نه شي ویلای چې څه ډول خپرېږي.»

د هغه په ​​وينا، پر اوميکرون د اخته ناروغانو وضعیت ته په کتو، د ناروغانو په بدن کې د ويروس خپرېدو او لېږد کچه ډېره لوړه ده؛ خو روغتیايي وضعیت یې ډېر نازک نه دی.»

په ورته مهال د داخله ناروغیو متخصص نورالحق يوسفزي پژواک ته وويل چې اوميکرون د فعاليت او لېږد په برخه کې د ديلتا په پرتله ۲۰ برابره زيات فعال دی او د لېږد ډېر ځواک لري.

هغه زیاتوي: «له نېکه مرغه دا ډول کوويډ د ناروغۍ د تولید ظرفیت په برخه کې نسبتاً کمزوری دی؛ یعنې دغه ناروغي په چټکۍ سره خپرېږي او لېږدول کېږي؛ خو په کمزورې بڼه راښکاره کېږي.»

يوسفزي دغه راز وویل چې اوس مهال هغه موارد او اختلالات چې بستر ته اړتیا پیدا شي، د تېر په پرتله کم شوي دي.‎

پژواک خبري اژانس هڅه وکړه چې په دې تړاو د روغتيا نړيوال سازمان او د افغانستان د عامې روغتيا وزارت نظر هم واخلي، خو د دغو دوو بنسټونو مسوولینو تر اوسه په دې اړه ځواب نه دی ورکړی.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.