مزارشريف( پژواک، ۸ کب ۱۴۰۰): د بلخ ولايت د عامې روغتيا رياست مسوولان وايي چې نن يې ۳۵ ټنه تاریخ تېر درمل او دوه ټنه خوراکي توکي وسوځول.
د بلخ ولایت د عامې روغتیا رئیس نجیب الله توانا پژواک ته وويل چې نن د دغه ولايت په مرکز مزار شريف ښار کې له یو شمېر درملتونونو او د خوراکي توکو له پلورنځيو څخه د کابو څلور ميلیون افغانيو په ارزښت تاریخ تېر درمل اوخوراکي توکي راټول او سوځول شول.
هغه وويل چې له دې وروسته به هم د دغه ډول بې کیفیته او تر وخت تېر درملو او خوراکي توکو له پلور څخه مخنیوی وکړي.
دی همدارنګه تر وخت تېر درمل د ناروغانو لپاره زهر او قاتل بولي او له خلکو غواړي، چې د دغه ډول متخلفینو په موندلو کې د بلخ د عامې روغتیا له ریاست سره مرسته وکړي.
د بلخ ولایت د درمل پلورنکو اتحادیې مشر انجنیر شعیب صافی د یاد ریاست له لوري د دغه ډول کړنې هر کلی کوي او زیاتوي چې بلخ کې شاوخوا ۲۷۶ د درملو شرکتونه د بلخ د عامې روغتیا ریاست او د یادې اتحادیې تر نظارت لاندې فعالیت لري.
د بلخ ولایت د عامې روغتیا ریاست د حفظ الصحې امر ډاکټر داوود راتب وويل چې پخوا به ياد رياست په اوونۍ کې دوه ورځې په ښار کې د درملتونونو څارنه کوله.
دی وايي چې اوس د دغه ریاست ټیم هره ورځ د مزار ښار له درملتونونو او د خوراکي توکو له پلورنځیو څخه لیدنه کوي، تر څو د تاریخ تېرو درملو او خوراکي توکو له پلور څخه مخنیوی وکړي.
هغه زياته کړه چې له دې وروسته به هم تر وخت تېرو درملو او خوراکي توکو راټولولو لړۍ دوام ومومي او په جدي توګه به د دغه ډول کړنو مخنیوی کوي.
Views: 19
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن