کابل (پژواک، ۱۱ کب ۱۴۰۰) : د افغان نجونو، ښځو او بشري حقوقو په برخه کې د امریکا متحده ایالاتو ځانګړې استازې وايي، د افغانستان د ثبات او ښې راتلوونکي لپاره باید په دغه هیواد کې د نجونو او ښځو له استعدادونو او وړتیا څخه استفاده وشي.
نوموړې د کب پر ۱۱مهؤ، پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې له تیرو څو ورځو راهیسې یې په قطر کې د هغه هیواد له چارواکو سره د بشري حقوقو، د ښځو حقوقو او په دې برخه کې د اسلامي نړۍ د رهبرۍ د اهمیت په اړه خبرې کړي دي.
میرمن امیري زیاته کړې چې د قطر له ښځینه چارواکو سره یې د افغان د ښځو او هنرمندانو څخه د هغوی د ملاتړ په اړه خبرې کړي دي او هغوی یې هڅولي دي چې له افغانستان سره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي او همدارنګه په دغه هیواد کې د زده کړو او ودې له بهیر څخه ملاتړ وکړي.
نوموړې ویلي: "موږ په دوحه کې له خپلو زیاتو متحدینو او همکارانو سره د نجونو د زده کړو،د ښځو د کار موندنې او بشري حقوقو په برخه کې زموږ د همغږۍ او هڅو د اهمیت په اړه خبرې وکړې.ټوله ییز پوهاوی داو چې په افغانستان کې پر مختګ د ښځو، نجونو او د ټولنې د هغو غړو په پرمختګ پوري اړه لري چې له خطر سره مخامخ دي."
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن