کابل (پژواک، ۱۶ کب ۱۴۰۰): د افغانستان د ملي دفاع وزارت پخواني وزیر شهنواز تڼي د اسلام اباد په یوه روغتون کې ساه ورکړې ده.
د شهنواز تڼي زوی ارین تڼي پژواک خبري اژانس ته وویل چې پلار یې ناروغ و او د درملني لپاره یې د پاکستان د پلازمېنې اسلام اباد یوه روغتون ته وړی و.
ارین وایي چې پلار یې نن سهار شپږ بجې په روغتون کې ساه ورکړه.
شهنواز تڼی په ۱۳۲۹ لمریز کال کې د خوست د تڼيو ولسوالۍ په درګۍ کلي کې زېږېدلی و او په پوځي برخه کې یې لوړې زده کړې درلودې.
دغه راز هغه په ۱۳۵۷ کال کې د افغانستان د لومړي ولسمشر محمد داوود خان پر خلاف د خلق ګوند د ثور ۷مې په کودتا کې فعاله ونډه درلوده او بیا د خلق ګوند واکمنۍ پر مهال جګپوړی افسر او د ملي دفاع تر وزارته هم رسېدلی و.
جنرال تڼي د خپل وزارت پر مهال له خپلو خلقي ملګرو سره په ۱۳۶۸ کال کې د وخت د جمهور ریيس ډاکتر نجيب الله خلاف کودتا وکړه، خو بريالی نه شو او پاکستان ته وتښتېد.
شهنواز تڼي وروسته د افغانستان د سولې غورځنګ ګوند جوړ کړ او د دغه ګوند مشري یې کوله.
Views: 570
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن