کابل (پژواک، ۱۷کب ۱۴۰۰) : د سویلي پښتونخوا بلوچستان ایالت په سبي سیمه کې دیوې چاودنې له امله ۲۶ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دراپورونو له مخې دا چاودنه تیره ورځ ناوخته په سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر یوه موټر شوې وه، چې اوه تنه امنیتي سرتیري وژل شوی او ۱۹ نور ټپیان شوي دي.
دسبي سیمې د پولیسو مشر میر دوستین رسنیو ته ویلي چې چاودنه په سیمه کې د یوې تاریخي مېلې په پای کې شوې ده، چیرته چې د پاکستان ولسمشر عارف علوي هم ویل کیږي چې په سیمه کې شتون درلود.
هغه زیاته کړه،. چې په پيښه کې اوه سرتیري وژل شوي او ۱۹ نور کسان ټپیان شوي چې ۱۷ یې امنیتي کسان دي.
د پولیسو دغه مشر ویلي، چې د چاودنې په اړه پلټنې پیل شوي او ښایي چې ځانمرګی برید وي.
د یادونې وړ ده چې د تیرې جمعې په ورځ د کوزې پښتونخوا د پيښور ښار په یوه جومات کې د چاودنې له امله لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
Views: 350
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP