غزني ښار (پژواک، ۱۷ کب ۱۴۰۰) : په غزني ولایت کې دیوې چاودنې له امله درې ماشومان وژل شوي او یو تن ټپي شوی دی.
د غزني د امنیه قوماندانۍ ویاند سیداسحاق صالح پژواک اژانس ته وویل چې پيښه نن مازیګر د غزني ښار اړونده د قره باغي په سیمه کې رامنځته شوې وه.
هغه زیاته کړه، څلورو ماشومانو پر ناچاودیدلې مرمۍ لوبې کولې چې ناڅاپه پرې چاودېدلې چې له امله یې درې ماشومان وژل شوي او یو ټپي شوی دی.
صالح وایې چې ټپي شوی ماشوم د غزني روغتون ته وړل شوی او روغتیایې حالت یې ښه دی.
Views: 154
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن