ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په اروزګان او نیمروز کې د جرمونو په تور څلور کسان نیول شوي

په اروزګان او نیمروز کې د جرمونو په تور څلور کسان نیول شوي

ترینکوټ/ زرنج (پژواک، ۲۲ کب ۱۴۰۰): په اروزګان کې دوه تنه د یوه کس د وژلو په تور نیول شوي دي.

د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس محمد اصف پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغه ولایت د استخباراتو ادارې د چارچینو ولسوال په غوجک سیمه کې د سردارولي او اغا جان په نومونو دوه کسان نیولي چې دوه ورځې مخکې یې د عبدالعلیم په نوم یو کس وژلی و.

هغه زیاته کړه، دغه کسان د اروزګان او دایکنډي ولایتونو ترمنځ په خاکرېزګي سیمه کې نیول شوي دي.

د ده په خبره، نیول شوو کسانو دوه ورځې وړاندې د عبدالعلیم په نوم کس هغه مهال وژلی و چې د کورنیو ستونزو له امله د راولاړې شوې لانجې دوسیه یې د ولسوالۍ په لومړۍ محکمه کې تر څېړنې لاندې وه.

دی وايي، نیول شوي کسان عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شول.

د یوه بل خبر له مخې، په نیمروز کې دوه کسان د نشه يي توکو د پلور په تور نیول شوي دي.

د نیمروز د امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول بهرام حقمل پژواک اژانس ته وویل، د جاوېد او فېروز په نومونو دوه کسان په زرنج ښار کې له مخدره توکو سره د مبارزې مدیریت له خوا پر خلکو د نشه يي توکو د پلور په تور نیول شوي دي.

دی زیاتوي، له نیول شوو کسانو سره یوه اندازه شیشه، هیرويین او چرس هم نیول شوي دي.

د ده په خبره، له دواړو کسانو پلټنې پیل شوې او دوسیه به یې عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

Views: 33

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.