ترینکوټ/ زرنج (پژواک، ۲۲ کب ۱۴۰۰): په اروزګان کې دوه تنه د یوه کس د وژلو په تور نیول شوي دي.
د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس محمد اصف پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغه ولایت د استخباراتو ادارې د چارچینو ولسوال په غوجک سیمه کې د سردارولي او اغا جان په نومونو دوه کسان نیولي چې دوه ورځې مخکې یې د عبدالعلیم په نوم یو کس وژلی و.
هغه زیاته کړه، دغه کسان د اروزګان او دایکنډي ولایتونو ترمنځ په خاکرېزګي سیمه کې نیول شوي دي.
د ده په خبره، نیول شوو کسانو دوه ورځې وړاندې د عبدالعلیم په نوم کس هغه مهال وژلی و چې د کورنیو ستونزو له امله د راولاړې شوې لانجې دوسیه یې د ولسوالۍ په لومړۍ محکمه کې تر څېړنې لاندې وه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن