[restrict paid=”true”]
تالقان (پژواک، ۲۴ کب ۱۴۰۰): د تخار ولایت له کوکچې برې ولسوالیو ځيني اوسېدونکي ادعا لري چې د امنیتي پوستو نشتوالی سرحدي سیمې د نشه یي توکو قاچاقبرانو ته پر یوه امن ځای بدلې شوې دي.
له بلې خوا د تخار امنیتي مسوولین وایي چې په یادو سیمو کې د امنیتي پوستو جوړولو لپاره هڅې روانې دي.
د تخار د خواجه غار ولسوالۍ یو اوسېدونکی عجب خان ادعا کوي چې د تېر حکومت پر مهال او اوس له یادې سیمې نشه یي توکي او څاروي تاجکستان ته او برعکس د قاچاق په ډول راوړل کیږي.
هغه وایي: «کلونو کېږي چې حکومت ژمنې ورکوي چې په دې سرحدي سیمه کې به امنیتي پوستې جوړوي خو تر اوسه هیچا پاملرنه نه ده کړې، د امنیتي پوستو د نه شتون له امله قاچاقبر په ازادانه ډول خپل فعالیتونه ترسره کوي.»
عجب خان ډاډ ورکوي که حکومت امنیتي پوستې جوړې کړي، د سیمې خلک ورسره همکاري کوي څو د قاچاقبرانو مخه ونیول شي.
احمد خان یو مستعار نوم دی او د یاد ولایت د خواجه بهاولدین ولسوالۍ اوسېدونکی دی.
هغه وایي: «موږ شاهدان یو چې له دې سیمې قاچاق کېږي، په یاده سیمه کې د شپې له مخې دلته زرمینځونکي وي، ښایي یو شمېر زرمینځونکي هم له قاچاقبرو سره همکاري ولري.»
د هغه په خبره چې حکومت باید په یاده سیمه کې د امنیتي پوستو جوړولو ترڅنګ خلکو ته د کار زمینه هم برابره کړي څو یادو اندېښنو ته د پای ټکی کېښودل شي.
سمیر یو بل مستعار نوم دی چې د یاد ولایت د دشت قلعه ولسوالۍ اوسېدونکی دی.
هغه په دې برخه کې د شته اندېښنو په لرلو سره وایي، د دشت قلعه ولسوالۍ په ګډون له کوکچې برې ولسوالۍ له دې امله چې له تاجکستان سره نږدې پرتې دي، قاچاقبرانو ته یې د نشه یي توکو او څارویو د قاچاق په برخه کې ښه زمینه برابره کړې ده.
هغه هم له دې امله چې د حکومت له خوا پوستې نشته، نو دغه سیمه قاچاقبرانو ته پر یوه امن ځای بدله شوې ده.
په همدې حال کې د تخار د خواجه غار ولسوالۍ د جنایي امر ملا عبدالحلیم فرقاني د یادو اندېښنو په تایید وایي: «په دې سیمه کې د څارویو څو قاچاقبران نیولي چې د تاجکستان له هېواده یې اته غواګانې د قاچاق په ډول افغانستان ته رالیږدولې چې موږ ونیول.»
د ملا فرقاني په خبره، د یادې سیمې څو قاچاقبران اوس هم د سیمه ییزې د ادارې په بند کې دي او څو تنه یې تر تعقیب لاندې دي څو ونیول شي.
فرقاني دغه راز ډاډ ورکوي چې په دې سیمه کې د امنیتي پوستو جوړولو په هڅه کې دي څو د قاچاقبرانو مخه ونیول شي.
د تخار امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالمبین ساپي د یادو اندېښنو په تایید پژواک ته وویل سیمه ییزې ادارې تازه په یاده سرحدي سیمه کې یو قاچاقبر چې تاجکستان ته یې نشه يي توکي قاچاق کول، نیولی او د حکومت په بند کې دی.
ساپی وایي، د تخار سیمه ییزه اداره له مرکز سره د دغو اندېښنو شریکولو ترڅنګ په دې سیمه کې د امنیتي پوستو جوړولو په هڅه کې هم دی څو د قاچاقبرانو مخه ونیول شي.
دغه اندېښنې په داسې حال کې مطرح کېږي چې تاجکستان د ۱۴۰۰ لمریز کال د سلواغې په اتمه له ترهګرو سره د مبارزې په موخه د تخار په سرحدي سیمه کې نظامی مانور ترسره کړ.
[/restrict]
Views: 201
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن