Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د فرانسې د سره صلیب اداره په افغانستان کې د کرونا تړلي روغتونونه فعالوي

کابل (پژواک، د وري لومړۍ نېټه ۱۴۰۱): د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي، د فرانسې د سره صلیب ادارې ژمنه کړې چې په دغه هېواد کې به د کوویډ-۱۹ ناروغانو درملنې روغتونونه بیا پرانیزي.

د دغه وزارت ویاند جاوېد هژیر د ورې په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وویل، د فرانسې د سره صلیب ادارې دا ژمنه موده وړاندې جینوا ته د عامې روغتیا د وزیر په ګډون د یوه پلاوي د سفر پر مهال کړې وه.

هغه زیاته کړه، د فرانسې د سره صلیب ادارې د دغه سفر پر مهال ژمنه کړې چې په افغانستان کې به د کرونا ناروغانو د درملنې هغه مرکزونه چې له سیاسي بدلون وروسته تړل شوي، اکمال او تجهیز کړي او بېرته به یې پرانیزي.

نوموړي دغه راز یادونه وکړه چې د عامې روغتیا وزارت توانېدلی چې د 'کووېډ-۱۹' ناروغانو د درملنې د ۵ روغتونونو لپاره د تمویل مالي سرچینې پیدا کړي.

د ده په خبره، د دغو روغتونونو له ډلې په کابل کې افغان جاپان روغتون د روغتیا نړیوال سازمان او د کندهار، ننګرهار، هرات او هلمند روغتونونه د IOM له خوا تمویلېږي.

د یادونې ده، په هېواد کې له بدلون مخکې د کوویډ- ۱۹ ناروغانو د درملنې ۳۸ روغتونونه فعال وو.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.