ایبک (پژواک،۳ وری ۱۴۰۱): د سمنګان ولایت چارواکي دغه ولایت ته د وسله والو ځواکونو د لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت د سفر خبر ورکوي.
د دغه ولايت د مقام او مطبوعاتي دفتر رییس خيرخواه سمنګاني پژواک ته وويل چې په یاد سفر کې د هوايي ځواک قوماندان مولوي امان الدين منصور هم د فطرت ملتیا کوي.
سرچينې ویلي چې د سمنګان والي مولوي عبدالرحمن کندوزي نن (د وري ۲مه) له غرمې مخکې له قاري فصيح الدين فطرت او ورسره مل پلاوي سره وليدل او پر منظمو دفاعي پلانونو يې خبرې اترې کړې دي.
سرچينه زياتوي چې د یاد سفر موخه د هېواد په شمال کې له پوځي او امنيتي قطعاتو څخه ليدنه ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP