جلال اباد (پژواک، ۲۰ وری ۱۴۰۱): د ننګرهار امنیتي مسوولین وايي، په جلال اباد ښار کې يې يو کس د تښتوونکو له بنده راخوشی کړی او خپلې کورنۍ ته یې سپارلی دی.
د ننګرهار د امنیې قوماندانۍ وياند عبدالبصير زابلي د وري په ۲۰مه پژواک اژانس ته وويل، د دغه ولايت له بهسودو ولسوالۍ څخه شاوخوا ۲۸ ورځې وړاندې يو کس تښتول شوی و چې د ګډو ځواکونو د عملياتو په پایله کې د انسان تښتوونکو له منګولو ازاد شو.
هغه زياته کړه: ((احسان الله د محمد قاسم زوی چې د بهسودو ولسوالۍ اوسېدونکی دی، ۲۸ شپې وړاندې اختطافچيانو تښتولی و او په يو کور کې ساتل کېده؛ د چاڼيزو عملياتو په ترڅ کې ازاد او خپلې کورنۍ ته تسليم شو.))
د قوماندانۍ له لوري پژواک ته په راستول شوي يو ويډيوي پيغام کې ازاد شوي کس له امنيتي ځواکونو مننه کړې چې هغه يې له انسان تښتوونکو وژغوره.
په دې وروستيو کې که څه هم په ننګرهار کې د انسان تښتونې پېښې زياتې شوي؛ خو امنیتي سرچینې هم وايي چې خپلې هڅې يې چټکې کړي او ګڼ کسان یې د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورلي دي.
Views: 116
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن