ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په هرات کې د اوسپنې او غور کې د سربو کانونو قراردادونه کېږي

په هرات کې د اوسپنې او غور کې د سربو کانونو قراردادونه کېږي

author avatar
9 Apr 2022 - 15:42
په هرات کې د اوسپنې او غور کې د سربو کانونو قراردادونه کېږي
author avatar
9 Apr 2022 - 15:42

کابل (پژواک، ۲۰ وری ۱۴۰۱): اقتصادي کمېسیون د کانونو وزارت ته په هرات کې د اوسپنې او په غور کې د سربو کانونو د قرارداد اجازه ورکړه، ویې پتېیله چې د مالګې د کانونو تړونونه دې کورنیو شرکتونو ته ورکړل شي.

د ریاست‌الوزراء د لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر له دفتره پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ملا برادر په مشرۍ اقتصادي کمېسیون د کانونو او پټرولیم وزارت ته د هرات په غوریان ولسوالۍ کې د اوسپنې کان او د غور په تولک ولسوالۍ کې د سربو کان په قرارداد ورکولو اجازه ورکړه.

د خبرپاڼې له مخې، اقتصادي کمېسیون د تولیدي فابریکو او شرکتونو د کاري ستونزو د خنډ او ځنډ په موخه اړوندو وزارتونو او ادارو ته جدي سپارښتنه کړې چې د یادو فابریکو او شرکتونو ستونزې پر وخت او پرته له کوم ځنډه حل کړي.

دغه راز اقتصادي کمېسیون په کور دننه د مالګې د تولید په برخه کې شته ستونزو او د خلکو اړتیاوو ته په کتو، د کانونو او پټرولیم وزارت ته لارښوونه کړې چې د مالګې د کانونو تړونونه د مالګې د تولید او چاڼ په موخه کورنیو شرکتونو ته ورکړي دي.

Views: 154

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.