ژبه

د خواف – هرات اوسپنې پټلۍ له لارې ترکیې ته ۶۰۰ ټنه پنبه صادره شوه

سهراب سروری

۳۰ تله ۱۴۰۵ - ۱۴:۱۴

۱ کتنې

کابل (پژواک)ـ  د اسلامي امارت د ټولګټو چارو وزارت وايي چې ۶۰۰ ټنه پنبه د خواف – هرات اوسپنې پټلۍ او د ایران د رېل‌پټلۍ شبکې له لارې ترکیې ته صادره شوې ده.

د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمداشرف حق‌شناس پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې دغه پنبه نن (پنجشنبه) صادره شوې ده.

د ده په وینا، دغه پنبه د سیمې له هېوادونو سره د افغانستان د سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو د پراختیا په لړ کې لېږدول شوې چې د هېواد له ټرانزیټي وړتیاوو څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې او د صادراتي لارو د پراختیا ښکارندويي کوي.

هغه ویلي چې د خواف – هرات اوسپنې پټلۍ د افغانستان له مهمو ټرانزیټي لارو څخه ده چې له ایران سره د افغانستان د نښلولو ترڅنګ، د سیمې د رېل‌پټلۍ شبکې له لارې نورو هېوادونو ته هم د سوداګریزو توکو د لېږد زمینه برابروي.

حق‌شناس زیاته کړې چې د اوسپنې پټلیو پراختیا د توکو د لېږد د لګښت او وخت په کمولو، د صادراتو په زیاتوالي او د سیمې له هېوادونو سره د افغانستان د اقتصادي همکاریو په پیاوړتیا کې مهم رول لوبولای شي.