کابل (پژواک) – د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي چې د دې خونې عمومي رییس د ترکمنستان د تېل او ګازو نړۍوال کنفرانس او نندارتون کې ګډون کړی او د ترکمنستان له چارواکو او د نړۍوالو شرکتونو له مسوولینو سره یې د سوداګریزو اړیکو د پراختیا او افغانستان ته د بهرنۍ پانګونې د راجلبولو په اړه خبرې کړې دي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د خبرپاڼې له مخې، د دې خونې عمومي رییس سیدکریم هاشمي د ترکمنستان پلازمېنې عشقاباد ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه هېواد د تېل او ګازو نړۍوال کنفرانس او نندارتون (OGT 2026) کې چې د اکټوبر په ۲۱مه او ۲۲مه جوړ شوی و، ګډون کړی دی.
د سرچینې په وینا، دغه کنفرانس او نندارتون د ترکمنستان او بېلابېلو هېوادونو د لوړپوړو چارواکو، د اقتصادي بنسټونو د مسوولینو، پانګهوالو او د تېل او ګازو په صنعت کې د فعالو معتبرو نړۍوالو شرکتونو د استازو په ګډون جوړ شوی و.
په خبرپاڼه کې راغلي چې سیدکریم هاشمي د دغه پروګرام په څنډه کې د ترکمنستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې له رییس مرګن ګوردوف او د تېل او ګازو د یو شمېر سترو نړۍوالو شرکتونو له مسوولینو سره لیدلي دي.
د سرچینې په حواله، په دغو لیدنو کې له ترکمنستان او نورو هېوادونو سره د افغانستان د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر پراختیا، په افغانستان کې د پانګونې د فرصتونو پر معرفي کولو، د بهرنۍ پانګونې پر راجلبولو او د خصوصي سکټورونو ترمنځ د همکاریو پر پیاوړتیا خبرې شوې دي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رییس د اقتصادي همکاریو او ګډې پانګونې پر پراختیا د ټینګار ترڅنګ، د نړۍوالو شرکتونو له مسوولینو او پانګهوالو غوښتي چې افغانستان ته سفر وکړي او په دغه هېواد کې د پانګونې فرصتونه او ظرفیتونه له نږدې وڅېړي.
نوموړي دغهراز له هغوی غوښتي چې د افغانستان له خصوصي سکټور سره د ګډو همکاریو زمینه برابره او د همکاریو فرصتونه په ګوته کړي.