ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امریکا یو ځل بیا په افغانستان کې د نجونو ښوونځیو پرانیستل کېدو غوښتنه وکړه

امریکا یو ځل بیا په افغانستان کې د نجونو ښوونځیو پرانیستل کېدو غوښتنه وکړه

author avatar
15 Apr 2022 - 22:06
امریکا یو ځل بیا په افغانستان کې د نجونو ښوونځیو پرانیستل کېدو غوښتنه وکړه
author avatar
15 Apr 2022 - 22:06

کابل (پژواک، ۲۶ وری ۱۴۰۱ ): د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، که چېرې د افغانستان سرپرست حکومت د نجونو ثانوي زده کړو په اړه کړې پرېکړه بېرته وانه‌خلي، دا به له دوی سره د  امریکا او نړیوالې ټولنې په تعامل او اړیکو کې جدي پایلې ولري.

د امریکا غږ د راپور له مخې، د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویاند نیډ پرایس د یوې خبري غونډې پر مهال وویل چې د افغانستان د اوسني سرپرست حکومت له خوا د نجونو د منځني او لېسې دورې زده کړو ځنډول په میلیونونو افغانان ناهیلي کړي دي.

ټاکل شوې وه چې د حکومت له ژمنې سره سم، د نوي ښوونیز کال په لومړۍ ورځ په دغه هېواد کې د ټولو نجونو پر مخ ښوونځي پرانیستل شوي وای، خو سرپرست حکومت وویل چې یاده پرېکړه تر امر ثاني پورې ځنډول شوې ده.

د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ویاند نیډ پرایس د ښوونځیو بندېدو په اړه د اوسني حکومت پرېکړه د هغوی د ژمنې خلاف بللې ده.

د پرایس په وینا، که چېرې د یو هېواد نیمايي نفوس له زده کړو محروم شي، هغه هېواد په سیاسي او اقتصادي برخو کې پرمختګ نه شي کولای.

نوموړي زیاته کړې چې امریکا له خپلو همکارانو سره په افغانستان کې د پوهنې او زده کړو ملاتړ ته دوام ورکوي او پر حکومت یې غږ کړی چې د نجونو پر مخ د ښوونځيو پرانیستلو په برخه کې ټول خنډونه لرې کړي او په دې برخه کې خپلې ژمنې عملي کړي.

پرایس ویلي: “که چېرې دا پرېکړه بېرته وانه‌خیستل شي او په سمدستي توګه ونه منل شي، دا به د پام وړ جدي اغېزې ولري؛ دا به له طالبانو سره د متحده ایالتونو او نړیوالې ټولنې په تعامل او اړیکو کې جدي پایلې ولري.”

بلخوا د پوهنې وزارت ویاند عزیزاحمد ریان وايي: «د اسلامي امارت ټول مسوولین په دې هڅه کې دي چې دې موضوع ته د حل مناسبه لاره پیدا کړي، خو بیا هم دا د رهبري په صلاحیتونو کې ده، د پوهنې وزارت چمتووالی لري، په هره ورځ باندې چې د مشرتابه له خوا حکم وشي، له اووم نه تر دوولسم ټولګي پورې به د نجونو ښوونځي پرانیستل شي.»

دغه وزارت دا هم ويلي چې په دې اړه پر يوه طرحه کار روان دی.

ریان  په دې اړه چې دا طرحه ولې وځنډېده، زیاتوي: «موږ دا طرحه د اسلامي امارت مشرتابه ته ولېږله، د حمل په دویمه د اسلامي امارت د مشرتابه له دفتره حکم راغی چې د يوې بلې جامع طرحې تر جوړېدو پورې دې له اووم نه تر دوولسم پورې ټولګي موقتاً معطل وي، خو اوس چې موږ څومره په جريان کې يو، پر دې موضوع ډېر کار روان دی او ډېره امیداوري شته چې دې ته يوه مناسبه د حل لاره پيدا شي.»

په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده‌کړو بهیر ځنډېدل په کور دننه او بهر کې پراخ غبرګونونه راپارولي دي. نړیوالې ټولنې پر اسلامي امارت غږ کړی چې ژر تر ژره دې د نجونو پر مخ ښوونځي پرانیزي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.