د امریکا غږ د راپور له مخې، د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویاند نیډ پرایس د یوې خبري غونډې پر مهال وویل چې د افغانستان د اوسني سرپرست حکومت له خوا د نجونو د منځني او لېسې دورې زده کړو ځنډول په میلیونونو افغانان ناهیلي کړي دي.
کابل (پژواک، ۲۶ وری ۱۴۰۱ ): د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، که چېرې د افغانستان سرپرست حکومت د نجونو ثانوي زده کړو په اړه کړې پرېکړه بېرته وانهخلي، دا به له دوی سره د امریکا او نړیوالې ټولنې په تعامل او اړیکو کې جدي پایلې ولري.
ټاکل شوې وه چې د حکومت له ژمنې سره سم، د نوي ښوونیز کال په لومړۍ ورځ په دغه هېواد کې د ټولو نجونو پر مخ ښوونځي پرانیستل شوي وای، خو سرپرست حکومت وویل چې یاده پرېکړه تر امر ثاني پورې ځنډول شوې ده.
د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ویاند نیډ پرایس د ښوونځیو بندېدو په اړه د اوسني حکومت پرېکړه د هغوی د ژمنې خلاف بللې ده.
د پرایس په وینا، که چېرې د یو هېواد نیمايي نفوس له زده کړو محروم شي، هغه هېواد په سیاسي او اقتصادي برخو کې پرمختګ نه شي کولای.
نوموړي زیاته کړې چې امریکا له خپلو همکارانو سره په افغانستان کې د پوهنې او زده کړو ملاتړ ته دوام ورکوي او پر حکومت یې غږ کړی چې د نجونو پر مخ د ښوونځيو پرانیستلو په برخه کې ټول خنډونه لرې کړي او په دې برخه کې خپلې ژمنې عملي کړي.
پرایس ویلي: “که چېرې دا پرېکړه بېرته وانهخیستل شي او په سمدستي توګه ونه منل شي، دا به د پام وړ جدي اغېزې ولري؛ دا به له طالبانو سره د متحده ایالتونو او نړیوالې ټولنې په تعامل او اړیکو کې جدي پایلې ولري.”










