ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پي‌ ټي ‌ايم: پر افغانستان د پاکستان بریدونه جنګي جرم دی

پي‌ ټي ‌ايم: پر افغانستان د پاکستان بریدونه جنګي جرم دی

author avatar
17 Apr 2022 - 11:16
پي‌ ټي ‌ايم: پر افغانستان د پاکستان بریدونه جنګي جرم دی
author avatar
17 Apr 2022 - 11:16

کابل (پژواک، ۲۸ وری ۱۴۰۱): د پاکستان د ولسي جرګې غړي محسن داوړ او د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین، پر افغانستان د پاکستان بریدونه غندلي؛ داوړ وایي، د برید امر ورکوونکي دې وڅارل شي او پښتین دا برید جنګي جرم بللی دی.

د راپورونو له مخې، د پاکستان جېټ الوتکو په خوست کې د وزیرستاني کډوالو پر کورونو او د کونړ پر شلتن ولسوالۍ بمبار کړی او لسګونو عامو وګړو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده. په دې بریدونو کې ډېره مرګ ژوبله په خوست کې وزيرستاني کډوالو ته اوښتې ده.

په پاکستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مشر منظوراحمد پښتین، د پاکستان یاد بریدونه جنګي جرم بللی.‌

هغه پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي: “افغانستان کې د پاکستان له خوا شویو بمبارونو کې د ښځو او ماشومانو د شهید کولو خبرونه افسوسناک دي، د دې ټول جنګ وجه د پاکستان سټریټیجیکه پالیسي ده.”

ده ویلي چې نور دې د پښتنو په خاوره کې جګړه بنده شي.

د پاکستان د ولسي جرګې یوه غړي محسن داوړ او د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړي هم یاد بریدونه غندلي؛ وایي چې په دې اړه باید پلټنه وشي او د دغو بریدونو امر ورکوونکي باید څارل شي.

افغان چارواکو د افغانستان پر خاوره د پاکستان بريد غندلی، وايي، که د تکرار مخه يې ونه نيول شي نو افغانان به اړ شي چې د خپلې خاورې د دفاع لپاره په متقابل اقدام لاس پورې کړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم د یادو بریدونو په غبرګون کې په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمدخان احضار کړ.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ دفتر(یوناما) هم پر افغانستان د پاکستان پر یادو بریدونو او له امله یې ملکي وګړو ته پر اوښتې مرګ ژوبلې اندېښنه ښودلې، ویلي‎ چې په هر ډول نښتو کې باید ملکي خلک په نښه نه شي .

یوناما ویلي چې په سیمه کې له نږدې کار او څیړنې کوي، څو په دې برخه کې نور حقایق او معلومات ترلاسه کړي.

Views: 113

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.