[restrict paid="true"]
کابل (پژواک، ۲ غویی ۱۴۰۱): یو شمېر مدني بنسټونو، سیاسي ګوندونو او قومي شوراګانو د نجونو ښوونځیو بند پاتې کېدل د یوه نسل پر وړاندې لوی ظلم بللی او د هغو د خلاصېدو غوښتنه یې کړې ده.
په دې غونډه کې چې پرون (پنجشنبه) په کابل کې جوړه شوې وه، د افغانستان د مقتدرو ښځو اصلي خوځښت، مدني ټولنو، سیاسي ګوندونو او قومي شوراګانو تر ۲۰۰ ډېرو غړو ګډون کړی و.
دوی په دې ناسته کې وویل، د ښځو زده کړه، کورنۍ او ټوله ټولنه روښانه او انساني کوي؛ د ښځو د زده کړې مخه باید ونه نیول شي.
د یوولسم ټولګي زده کوونکې منورې ترین وویل، له ښوونځي څخه د نجونو منعه کول ظلم دی.
هغې له نړیوالې ټولنې او د بشري حقونو له بنسټونو وغوښتل چې د نجونو د حقونو دفاع وکړي.
په یوه خصوصي پوهنتون کې د دیني علومو استادې عابدې مجیدي یادې ناستې ته وویل، لومړۍ کلمه چې پر پیغمبر (ص) نازله شوه «اقراء» وه.
هغې د علم زده کړه د اسلام سپېڅلی دین له وجایبو وبلله او ویې ویل، د اسلام پیغمبر (ص) د ښځو پر زده کړو او تحصیل ډېر ټینګار کړی دی.
نوموړې وايي، که نجلۍ علم زده کوي، یوه کورنۍ روښانه کېږي او په پایله کې ټولنه روښانه او منوره کېږي، له دې امله باید د نجونو پر مخ ښوونځي پرانيستل شي.
د افغانستان د مقتدرو ښځو د اصلي خوځښت بنسټګرې مونسې مبارز هم په دې یادونې سره چې هر بدلون راځي، زیان یې پوهنې او ښځو ته رسېږي، وویل، د یوې ټولنې ستر نسل د زده کړې له حقه محروم شوي دی.
هغې زیاته کړه: «یو نسل د ښځینه توب په جرم د زده کړو، سیاسي او ټولنیز مشارکت او له کوره د باندې د کار له حقه لرې دی، اته میاشتې مو خپل غږ پورته کړ، خو له بده مرغه چا وانه ورېد.»
نوموړې له نړیوالې ټولنې او د بشر حقونو له سازمانونو وغوښتل چې د سرپرست حکومت پر مشرتابه فشار راوړي او یاده ستونزه حل کړي.
د عدالت او پرمختیا ګوند رییس سید جواد حسیني د نجونو پر مخ د ښوونځیو پر تړل کېدو په نیوکې سره وویل، د خدای (ج) پېژندنې مبنا له زده کړو او تحصیل پرته نه شي ترلاسه کېدای.
هغه دې ته په اشارې سره چې د ښځو او نارینه وو ترمنځ سرحد نشته وویل، د نجونو پر مخ د ښوونځیو بند پاتې کېدل هيڅ ډول اسلامي، فرهنګي او ملي توجیه نه لري.
نوموړي زیاته کړه، بېسوادي له پرمختګ، ټکنالوجۍ او اقتصاد د وروسته پاتې کېدو او د ټولنې په بېلابېلو برخو کې د ستونزو او فقر ډېرېدو لامل کېږي.
هغه په داسې وضعیت کې چې د افغانستان ۷۰ سلنه وګړي بېسواده دي، د ښوونځیو بند پاتې کېدل دردوونکي وبلل او غوښتنه یې وکړه چې ژر تر ژره د نجونو پر مخ ښوونځي خلاص شي.
د ګجر قوم یوه قومي مخور قاري شېرعلم ګجر په دې ناسته کې د نجونو د ښوونځیو بند پاتې کېدل، د سرپرست حکومت سیاسي کمزورتیا وبلله او د دغه حکومت له مشرتابه یې وغوښتل چې ژر تر ژره د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې خلاصې کړي.
د ناستې د ګډونوالو په پرېکړه لیک کې راغلي، د اتو میاشتو لپاره له زده کړو د یوه نسل محرومول، یوه لویه ضایع نه، بلکې ناورین دی؛ دوام یې د منلو وړ نه دی.
په دغه پرېکړه لیک کې له حکومتي مشرانو غوښتنه شوې چې که ستونزه موجوده وي، له ملت سره یې دې شریکه کړي او له خلکو دې مرسته وغواړي، له دې پرته دې د ملت د مظلومو اولادونو پر برخلیک لوبې نه کوي.
[/restrict]
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP