Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بلخ کې یو ماشوم د تښتوونکو له بنده راخوشی شو

مزارشریف (پژواک، ۱۹ غویى ۱۴۰۱): یو ۱۳ کلن ماشوم چې دوه ورځې وړاندې د ننګرهار ولایت له سره رود ولسوالۍ څخه تښتول شوی و، په بلخ ولایت کې د انسان تښتوونکو له بنده راخوشی شو.

د بلخ د امنیې قوماندانۍ د امنیت امر مولوي عبدالحی عابد وايي چې دغه ۱۳ کلن ماشوم احسان الله نومېږي او دوه ورځې وړاندې د ننګرهار د سره رود ولسوالۍ له شکرالله کلي څخه تښتول شوی و.

نوموړي وویل، دغه ماشوم نن (د غويي ۱۹مه) د بلخ مرکز مزارشریف ښار اوومې ناحیې اړوند سیمه کې د امنیتي مسوولینو له لوري پیدا او کورنۍ ته یې وسپارل شو.

عابد زیاتوي، انسان تښتوونکو د دغه ماشوم له کورنۍ څخه د دوه سوه زره ډالرو غوښتنه کړې وه؛ خو د امنيتي مسوولينو د هلو ځلو په پایله کې له پیسو پرته خپلې کورنۍ ته وسپارل شو.

نوموړی همدا راز زیاتوي چې په هېواد کې له سیاسي بدلون وروسته په بلخ کې ١٣ کسان له تښتوونکو ژغورل شوي او په تور يې ۶۰ کسان نيول شوي دي.

د تښتول شوي ماشوم پلار بهرام له امنیتي او کشفي ارګانونو مننه وکړه چې زوی یې ورته وژغوره.

تښتول شوی ماشوم احسان الله وایي: «څو کسانو د کور له مخې وتښتولم، بې هوشه یې کړم او بیا یې زما د پلار د ټلیفون شمېره را څخه واخيستله.»

هغه وایي چې امنيتي ځواکونو د تښتوونکو له بنده راخلاص کړی دى.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.