کابل (پژواک، ۲۰ غویی ۱۴۰۱): کابل ښار کې د یوه لاریون پر مهال یو شمېر ښځو د حجاب په تړاو اعلان شوې طرحې په غبرګون کې اعتراض وکړ، خو د امر بالمعروف او نهې عنالمنکر وزارت وایي چې حجاب د اسلام حکم او فرض دی او باید درناوی ورته وشي.
د امر بالمعروف، نهې عنالمنکر او شکایتونو اورېدو وزارت د غویي په ۱۷مه د شرعي حجاب په تړاو یوه توضیحي او تطبیقي طرحه اعلان کړه.
په دغه طرحه کې د حجاب د تعریف په اړه راغلي: «بدن چې په هر ډول جامو پټ شي حجاب ورته ویل کېږي؛ خو باید دومره نری نه وي چې بدن ترې ښکاره شي او نه هم دومره چسپ وي چې د بدن د غړو نمایندګي وکړي.»
په یاده طرحه کې راغلي چې څادري له اوږدې مودې راهیسې د افغاني کلتور یوه باعزته برخه او د حجاب تر ټولو غوره بڼه ده
په طرحه کې یادونه شوې، هغه ښځې چې د عمر له پلوه زړې یا وړې نه دي، له نامحرمو نارینه وو سره د مخامخېدو پر مهال له فتنې د مخنیوي لپاره دې له سترګو پرته خپل مخونه له شرعي لارښوونو سره سم پټ کړي
د کابل ښار په شهر نو سیمه کې ځینو ښځو د حجاب په اړه د دغې اعلان شوې طرې په غبرګون کې لاریون وکړ.
یوې لاریون والې شعار ورکاوه، ویل یې: «چادري زموږ حجاب نه دی، نه په زور په سرولو، د افغانستان خلک یوې مړۍ ډوډۍ ته متحاج دي، عدالت، عدالت، خسته له جنایت...»
بلې لاریون والې، مونسې ادعا وکړه چې د هېواد د سرپرست حکومت ټول پروګرامونه پر ښځو د بندیزونو لګولو لپاره دي او غواړي چې مېرمنې له سیاست او ټولنیزو مسایلو لرې وساتي.
د هغې په خبره، شرعي حجاب خپل شرایط لري او د اوسني حکومت چارواکي غواړي خپل فرهنګ پر ښځو تحمیل کړي.
د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت ویاند محمدصادق عاکف مهاجر په دې اړه پژواک خبري اژانس ته وویل: «زمونږ افغان خویندې مسلمانې دي او یوه مسلمانه هیڅکله د اسلامي حکم مخالفت نه شي کولای، څوک چې د حجاب مخالفت کوي یا د نورو له لوري لمسول شوي یا د اسلام له دغه حکمه ناخبرې دي. مونږ له خپلو ټولو خویندو غواړو چې حجاب د اسلام یو حکم او فرض دی، سرغړونه ترې حرامه ده او باید ورته درناوی وشي.»
دا په داسې حال کې ده چې د راپور له مخې، ځینو افغان ښځو او نجونو د حجاب په اړه د اعلان شوې طرحې په غبرګون کې ویلي چې له شرعي حجاب سره نه یوازې ستونره نه لري، بلکه هغه د مسلمانو ښځو ښایست او مکلفیت ګڼي؛ خو سرپرست حکومت باید د دوی د زده کړو او کار مخې ته خنډ نه شي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد د مارچ په ۸مه د ښځو نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه ټویټ کې لیکلي وو: «د افغانستان اسلامي امارت، ټولو افغان ښځو ته د هغوی شرعي حقونو ورکړې ته ځان ژمن ګڼي.»
د افغانستان اوسني حکومت نورو چارواکو بیا ویلي چې د ښځو د تعلیم، تحصیل او کار مخنیوی نه کوي، ژر به له شپرم ټولګي پورته ښوونځیو دروازې د نجونو پر مخ خلاصې شي او ښځینه کارکوونکې به وروسته له هغه خپلو دندو ته وغوښتل شي چې خوندي کاري چاپېریال ورته برابر شي.
دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د تېر کال زمري میاشتې له بدلون وروسته، یو شمېر ښځینه کارکوونکې په ځینو ادارو کې خپلو دندو ته دوام ورکوي؛ خو یو شمېر نورو ته بیا په داسې حال کې میاشتني معاشونه ورکول کېږي چي تر اوسه د کار لپاره دفترونو ته نه دي ورغوښتل شوې او دندې نه ترسره کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP