ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

«په تخار کې د مچیو روزنې ته د ښځو مخه کول د کورنیو اقتصادي ودې لامل شوي»

«په تخار کې د مچیو روزنې ته د ښځو مخه کول د کورنیو اقتصادي ودې لامل شوي»

author avatar
12 May 2022 - 17:11
«په تخار کې د مچیو روزنې ته د ښځو مخه کول د کورنیو اقتصادي ودې لامل شوي»
author avatar
12 May 2022 - 17:11

[restrict paid=”true”]
تالقان (پژواک، ۲۲ غویی ۱۴۰۱): د تخار د کلفګان ولسوالۍ د کرنې برخې مسوولین وایي، ښځو د مچیو روزنې ته مخه کړې چې ورسره د کورنیو اقتصادي وضعیت ښه شوی دی.

په کلفګان کې یو فارم لرونکی نورالحق  له ۱۲ کلونو راهیسې د مچیو په روزنه بوخت دی.

هغه پژواک ته وویل، د خالصو شاتو د تولید له لارې هر کال تر ۲۰۰زره افغانیو ډېر عاید لاس ته راوړي.

هغه وایي، د مچیو روزنه د کورنیو په اقتصاد کې ښه رول لري او ټول باید بهر ته د تلو پر ځای د مچیو روزنې ته مخه وکړي او له دې لارې دې خپلې ورځنۍ اړتیاوې پوره کړي.

فاطمه د کلفګان یوه بله اوسېدونکې ده چې د شاتو مچیۍ لري.

هغه وایي، له دې له امله چې خاوند یې په وروستیو جګړو کې له لاسه ورکړ، له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان شوه خو دوه کاله کېږي چې د مچیو روزنې له لارې ټولې اړتیاوې پوره کوي.

هغه زیاتوي، د خپلو درېیو اولادونو چې زده کوونکي دي، لګښت له دې لارې برابروي.

له بلې خوا د کلفګان ولسوالۍ د کرنې مدیر امام الدین ګجي وایي، په دې ولسوالۍ کې له ډېرو کلونو راهیسې د مچیو روزنه د یو باارزښتمن رسم په ډول معمول ګرځېدلی او له دې لارې ډېرې کورنۍ توانېدلې چې د ژوند مصارف پوره کړي.

هغه زیاتوي، له دې امله چې د مچیو روزنې د کورنیو د اقتصاد په وده کې ښه رول لرلی، اوس ډېرو ښځو د مچیو ساتنې ته مخه کړې او له دې لارې د خپلو کورنیو په لګښتونو کې شریکې شوې دي.

د هغه په خبره، یاده ولسوالي د ښې هوا په لرلو سره د کرنیزو محصولاتو، په ځانګړي ډول د شاتو د تولید لپاره ښه مناسبه ده.

دغه راز ټولنیز کارپوه خال محمد محمودي وایي، د مچیو روزل د کورنیو د اقتصاد په وده کې هم او د هېواد د اقتصاد په وده کې هم ښه رول لري حکومت باید په دې برخه کې خاصه پاملرنه وکړي.

په همدې حال کې د کلفګان ولسوال مولوي نوازالحق پژواک ته وویل حکومت له هغو خلکو چې د مچیو په روزنه کې په ځانګړي ډول له هغو ښځو چې په دې برخه کې فعالیت لري، ملاتړ کوي او د هغو د روزنې معیاري زمینه هم برابروي.
[/restrict]

Views: 11

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.