غزني ښار (پژواک، ۲۲ غویی ۱۴۰۱): ځایي مسوولین وایي چې په غزني ولایت کې په دوو جلا امنیتي پېښو کې د یوې نجلۍ په ګډون درې کسان وژل شوي دي.
د غزني امنیې قوماندانۍ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه ولایت د مرکز اړون د حکیم سنایي ښارګوټي ته څېرمه د دعوت مېنې سیمې په یوه کور کې یوه نجلۍ او هلک وژل شوي دي.
خبرپاڼه کاږي چې نجلۍ او هلک د نجلۍ د خپلوانو له لوري پر ډزو وژل شوي او په تړاو یې دوه کسان چې د نجلۍ ورور او تره دي، نیول شوي دي.
د یو بل خبر له مخې، د غزني د امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر ویلي چې نن د غزني په خوګیانو ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ د ځمکې پر سر شخړه کې یو کس وژل شوی دی.
سرچینې زیاته کړې چې له دې پېښې سره په تړاو د قاتل په ګډون ۸ کسان نیول شوي دي.
Views: 244
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن