ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزني کې د یوې نجلۍ په ګډون درې کسان وژل شوي

غزني کې د یوې نجلۍ په ګډون درې کسان وژل شوي

author avatar
13 May 2022 - 00:45
غزني کې د یوې نجلۍ په ګډون درې کسان وژل شوي
author avatar
13 May 2022 - 00:45

غزني ښار (پژواک، ۲۲ غویی ۱۴۰۱): ځایي مسوولین وایي چې په غزني ولایت کې په دوو جلا امنیتي پېښو کې د یوې نجلۍ په ګډون درې کسان وژل شوي دي.

د غزني امنیې قوماندانۍ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه ولایت د مرکز اړون د حکیم سنایي ښارګوټي ته څېرمه د دعوت مېنې سیمې په یوه کور کې یوه نجلۍ او هلک وژل شوي دي.

خبرپاڼه کاږي چې نجلۍ او هلک د نجلۍ د خپلوانو له لوري پر ډزو وژل شوي او په تړاو یې دوه کسان چې د نجلۍ ورور او تره دي، نیول شوي دي.

د یو بل خبر له مخې، د غزني د امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر ویلي چې نن د غزني په خوګیانو ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ د ځمکې پر سر شخړه کې یو کس وژل شوی دی.
سرچینې زیاته کړې چې له دې پېښې سره په تړاو د قاتل په ګډون  ۸ کسان نیول شوي دي.

Visits: 243

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.