[restrict paid="true"]
میمنه (پژواک، ۴ غبرګولی ۱۴۰۱): د فاریاب مرکز مېمنې ښار کې یوې کورنۍ، په خپل شخصي لګښت د «صداقت» په نوم د نشهیانو د درملنې یو کمپ جوړ کړی چې په پیل کې به پکې د ۵۰ او وروسته به تر ۵۰۰ په نشو روږدو کسانو وړیا درملنه کېږي.
د فاریاب ولایت د امنیې قوماندانۍ له نشهیي توکو سره د مبارزې مدیر حاجي ملامحمد حقمل پژواک اژانس ته وویل، په میمنې ښار کې دغه کمپ د یاد ولایت یوه خیرخواه سړي حاجي محمد داوود رحمتي جوړ کړی دی.
د هغه په خبره، په دغه کمپ کې، په پیل کې به له ۵۰ تر ۱۰۰ کسان په یوه پړاو کې تر درملنې لاندې نیول کېږي او وروسته به د تجربو، ظرفیت او مالي امکاناتو ډېرېدو سره ۵۰۰ کسانو ته ورسېږي.
حقمل زیاتوي، د اعتیاد پرېښودو دغه کمپ د کورنیو چارو وزارت له نشهیي توکو سره د مبارزې معینیت، د فاریاب والي، د عامې روغتیا رییس او د ده په موافقه نن پرانیستل شو.
د نوموړي په خبره، اوسمهال د فاریاب په کچه شاوخوا ۲۵ زره کسان په نشهیي توکو روږدي دي.
د «صداقت» د اعتیاد پرېښودو کمپ موسس حاجي محمد داوود رحمتي د دغه کمپ د جوړولو انګېزې په اړه وویل چې یو ۲۰ کلن ورور یې په نشهیي توکو روږدی و، د درملنې لپاره یې ډېرې هڅې وکړې، هند او پاکستان ته یې ویوړ، خو هيڅ نتیجه یې ورنکړه؛ بالاخره په مزارشریف ښار کې د اعتیاد پرېښودو یو کمپ ته یې راوست چې هملته یې درملنه وشوه.
نوموړي زیاته کړه: «۲۰ کاله ما، مور مې، کورنۍ او د ورور اولادونه مې چې پلار یې نشهيي و، په ټولنه کې مو ډېر درد او رنځ تېر کړ؛ د خلکو پېغور او ملنډې مو واورېدې، بد احساس مو درلوده او فکر مو وکړ چې د نورو نشهیانو کورنۍ به په څه وضعیت کې وي؟ مورمې راته دنده راکړه چې له خپلو شخصي امکاناتو او ورځني عاید څخه چې خصوصي ترانسپورتي شرکت او موټر لرو، د اعتیاد پرېښودو یو کمپ جوړ کړو؛ د دغه ځای، پرسونل او ټولو نشهیانو د درملنې لګښت د ثواب او د الله د رضا په خاطر ورکړو.»
د هغه په خبره، د کمپ د فعالیت اجازه یې له نشهیي توکو سره د مبارزې له معینیت او د فاریاب ولایت له مقامه اخیستې ده؛ تر پنځو کلونو به دوام ورکړي؛ په پیل کې به ۵۰ او وروسته به تر ۵۰۰ کسان په دغه کمپ کې د درملنې لپاره مني.
د یاد کمپ مدیر میر حمزه وایي، د دوی د درملنې طریقه د روږدو د درملنې له روغتونونو او مرکزونو څخه توپیر لري؛ دوی به آن یوه پراسټامول ګولۍ هم روږدي کس ته ورنکړي.
هغه زیاته کړه، د دوی د درملنې ډول د «خبرو درملنه» ده؛ د روږدي کېدو پر لاملونو کار کوي، روږدي کس سره ناستې کوي او له کتابونو او فلیپ چارټونو په استفادې ورته ذهنیت ورکوي او ژوند ته هیله وربښي څو نشهیې توکې پرېږدي.
نوموړي د خپل اعتیاد د وخت خاطرې داسې بیان کړې: «نشهيي شخص هيڅ خوږه خاطره نه لري؛ ټول ژوند یې بې عزتي، بې حرمتي ده او بې حثیتي ده؛ کورنۍ یې هم کړېږي، د خلکو د پېغور شي، په هر مجلس کې به د خلکو پیغور اوري.»
هغه وایي، د ورکو نشهيانو د ټولنې په همکارۍ او لارښوونه چې د نړۍ په کچه فعالیت لري، نشه یې پرېښوده او ښه شو؛ د حاجي داوود رحمتي په همکارۍ یې د نشو پرېښودلو دغه کمپ جوړولو ته مخه کړه څو په فاریاب کې سلګونو هغو کسانو ته چې خپله او کورنۍ یې له نشه یي توکو رنځېږي، د خیر یو کار تر سره کړي.
د یادونې ده، د اعتیاد پرېښودو کمپ د پرانیستې په لومړۍ ورځ هېڅ روږدی کس موجود نه و؛ د دغه کمپ مسوولینو وویل چې له دې وروسته به روږدي کسان مني.
[/restrict]
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP