فېروزکوه (پژواک، ۲۶ غبرګولی ۱۴۰۱): ځینې هغه کورنۍ چې ماشومان یې له خوارځواکۍ سره مخ دي، بېوزلي، ناداري او وچکالي پر خوارځواکۍ د خپلو ماشومانو د اخته کېدو اساسي لاملونه بولي او له حکومت او خیریه بنسټونو د مرستې غوښتنه کوي.
حسامالدین چې د خپلوانو ماشوم یې د درملنۍ په موخه د غور ولایتي روغتون ته راوستی، پژواک خبري اژانس ته وویل: «شپږ میاشتې کېږي چې دغه ماشوم خوارځواکۍ شوی او په دې موده کې دوی حتی د درملنې توان هم نه درلود.»
د هغه په وینا، بېوزلي او اقتصادي ستونزې د دغه ماشوم د خوارځواکۍ لامل شوی.
رېزهګل یوه بله پایوازه ده چې خپل ماشوم یې روغتون ته راوستی او وایي، خراب اقتصادي وضعیت او د مناسبو خوړو د اخیستو توان نه لرل د دې لامل شوی چې ماشوم یې پر خوارخواکۍ اخته شي.
هغه کورنۍ چې ماشومان یې پر خوارځواکۍ اخته شوي، له حکومت او مسوولو بنسټونو غواړي څو له ورسره مرسته وکړي چې د خپلو ماشومانو روغتیا ته هر اړخیزه پاملرنه وکړلای شي.
بلخوا، د غور ځیني اوسېدونکي او مدني فعالان په دغه ولایت کې پر خوارځواکۍ اخته ماشومانو پر خراب وضعیت اندېښنه څرګندوي او له دولت او موسسو غواړي چې هر څه ژر د خلکو او په ځانګړي ډول په لرو پرتو سیمو کې مېشتو وګړو سره په یاد برخه کې مرسته او ورته رسېدنه وکړي.
د غور یو مدني فعال جمعه خان، پر خوارځواکۍ د ماشومانو د اخته کېدو اصلي لامل د خلکو اقتصادي ستونزې او بېوزلي بولي او له سرپرست حکومته غواړي چې دې برخې ته جدي پام وکړي.
په همدې حال کې، د غور د ولایتي روغتون مسوولین د خوارځواکو ماشومانو پر زیاتېدو اندېښنه څرګندوي او زیاتوي چې په تېرو شپږو میاشتو کې په دغه ولایت کې ۸ ماشومان د دې ناروغۍ له امله مړه شوي دي.
د غور ولایتي روغتون رییس عبدالاحمد نوري په وینا چې په تېرو ۶ میاشتو کې دغه روغتون ته شاوخوا ۲۰۰ پر خوارځواکۍ اخته ماشومان راوړل شوي چې له ډلې یې اته تنه مړه شوي دي.
هغه څرګنده کړه، اوسمهال په دغه روغتون کې تر ٢٠ ډېر دا ناروغان تر درملنې لاندې دي چې د دوو یې روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.
Views: 37
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن