Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ایران سفیر: د افغانستان د برېښنا په برخه کې پانګونې ته چمتو يو

د ایران سفیر: د افغانستان د برېښنا په برخه کې پانګونې ته چمتو يو

author avatar
17 Jun 2022 - 12:15
د ایران سفیر: د افغانستان د برېښنا په برخه کې پانګونې ته چمتو يو
author avatar
17 Jun 2022 - 12:15

کابل (پژواک، ۲۷ غبرګولی ۱۴۰۱): په کابل کې د ایران سفیر وایي، هېواد یې چمتو دی چې په افغانستان کې د برېښنا په برخه کې پانګونه وکړي.

د افغانستان برېښنا شرکت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه شرکت عمومي اجرایوي ریيس ملا محمد‌عیسی ثاني پرون په کابل کې د ایران له سفیر بهادر امینیان سره وکتل.

سرچينې د ایران د سفیر په حواله ويلي، هېواد یې چمتو دی چې په افغانستان کې د برېښنا په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.

امینیان زیاته کړې، په افغانستان کې د بېلابېلو برخو ترڅنګ، دا ځل ایران غواړي د برېښنا په برخه کې هم ځینې پروژې ولري.

نوموړي د افغانستان برېښنا شرکت تخنيکي ډلې ته بلنه ورکړې چې ایران ته سفر وکړي ترڅو د برېښنا په برخه کې د پانګونې پر څرنګوالي خبرې وشي.

په خبرپاڼه کې راغلي، د افغانستان برېښنا شرکت اجرایوي رییس د برېښنا په برخه کې پانګونې ته د ایران لېوالتیا وستایله او د هر ډول همکاریو ډاډ یې ورکړ.

نوموړي ایران ته د تخنيکي ډلې د لېږلو ډاډ ورکړی دی.

د یادولو ده چې په چين کې د افغانستان سفارت تېره ورځ اعلان وکړ چې د دغه هېواد تر ټولو سترې دولتي کمپنۍ (پاور چاینا) په افغانستان کې د اوبو او برېښنا په برخه کې د پانګونې لېوالتيا ښودلې ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.