[restrict paid="true"]
کابل (پژواک ۲۹ غبرګولی ۱۴۰۱): د کاناډا حکومت وايي، هېواد ته یې ۳۱۳ تنه نور هغه افغانان تازه رسېدلي چې په افغانستان کې یې له کاناډايي ادارو سره همکاري درلوده.
دغه مطلب د ياد شوي هېواد د کډوالۍ او وګړتابه وزارت له خوا پرون د يوې اعلاميې په خپرولو سره په ډاګه شوی دی.
سرچينه کاږي، دغه کډوال تېره ورځ کاناډا ته رسېدلي دي.
د کاناډا د کډوالۍ او وګړتابه وزارت ویلي، په دې سره په تېرو لسو میاشتو کې کاناډا ته د رسېدلو افغان کډوالو شمېر شپاړس زرو ته ورسېد.
سرچينه زياتوي، د کاناډا حکومت زيار باسي چې لږ تر لږه ۴۰زره افغانان په خپل هېواد کې مېشت کړي.
[/restrict]
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP