منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۲۰ غ.م
۱۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
موضوع

کاناډا

۶۲ راپورونه

راپورونه

کاناډا کې یوه مېله په ویر واوښته

د راپورونو له مخې، د کاناډا په ونکوور ښار کې له دې امله یو شمېر کسان وژل شوي او ''ګڼ شمېر'' ټپیان شوي چې یوه موټرچلوونکي ناڅاپه موټر د پليو خلکو پر لور ځغلولی او پر ګڼه‌ګوڼه ورغلی دی.

غړي

د ترودو د استعفا اعلان؛ ټرمپ: د کاناډا خلک غواړي چې هېواد یې د امریکا ۵۱م ایالت وي

وروسته له هغه چې د کاناډا لومړي وزیر جاسټین ترودو له خپلې دندې استعفا اعلان کړه، د متحده ایالاتو ټاکل شوي ولسمشر وویل، د دغه هېواد خلک غواړي چې هېواد یې د امریکا یوپنځوس‌ام ایالت وي

غړي

کاناډا، ایټالیا، سویس او بُن کې د افغانستان د سیاسي استازولیو وېب‌پا‌ڼې بندې شوې دي

په کاناډا، ایټالیا، سویس او بُن کې د افغانستان د سیاسي استازولیو وېب‌پاڼې په داسې حال کې بندې شوې دي چې د بهرنیو چارو وزارت درې ورځې مخکې وویل، د دغو او په بهر کې د هېواد د یو شمېر نورو استازولیو قونسلي خدمتونو ورته د منلو نه دي، خو دغو استازولیو وویل چې د پخوا په څېر د قونسلي خدمتونو دوام ته ژمن دي.

کاناډا: د  ۲۰۲۱ کال له اګسټه راهیسې مو نږدې ۴۶ زره افغانانو ته پناه ورکړې

د کاناډا د کډوالۍ او تابعیت اداره (IRCC) وايي چې د ۲۰۲۱ کال د اګست د میاشتې راهیسې یې د مختلفو پروګرامونو له لارې ۴۵ زره او ۸۵۰ تنه افغان کډوالو ته په دغه هیواد کې د بیا میشتیدو امکانات برابر کړي دي.

غړي

محمدیوسف صادق د کاناډا د والیبال فدراسیون د پروګرامونو تخنیکي برخې همغږي‌کوونکی وټاکل شو

د افغانستان د والیبال فدراسیون ارشد مرستیال او د ملي لوبډلې پخوانۍ مشرروزونکی محمدیوسف صادق د کاناډا د والیبال فدراسیون د پروګرامونو د تخنیکي برخې همغږي‌کوونکي په توګه ټاکل شوې دی.

نور راپورونه