Language

کاناډا کې یو کس له داعش سره د همکارۍ په تور نیول شوی

کابل (پژواک، ۲۹ لېندۍ ۱۴۰۴): د کاناډا پولیسو په ټورنټو کې مېشت یو کس د داعش ډلې د ملاتړ په تور نیولی دی.

سي‌بي‌سي نیوز راپور ورکړی چې یاد کس «ولید خان» نومېږي او ۲۶ کلن دی.

په راپور کې راغلي چې تورن کس «له داعش ډلې سره د بودجې او توکو په تامین، ترهګریزو فعالیتونو کې پر مرسته او د قتل د ارتکاب لپاره پر توطیې» تورن شوی دی.

د کاناډا پولیسو اعلان کړی چې د ولیدخان جرمونه ظاهراً د روان زېږدیز کال د جون له ۱۷مې د اګسټ تر ۱۷مې ترسره شوي دي.

د ټورنټو پولیسو د بیانیې له مخې، خان د عثمان عزیزوف او فهد سادات په نومونو د ټورنټو له دوو نورو اوسېدونکو سره د مې او جون په میاشتو کې د ټورنټو په لویه سیمه کې د انسان‌تښتونې لپاره د هڅې پر دوو مواردو تورن دی.

د ویلو ده، د کاناډا پولیسو تر اوسه د ولیدخان د تابعیت او د کډوالۍ مخینې په اړه جزئیات نه دي ورکړي او اعلان یې کړی چې په دې اړه څېړنې لا هم دوام لري.

Related Topics