ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کاناډا: د  ۲۰۲۱ کال له اګسټه راهیسې مو نږدې ۴۶ زره افغانانو ته پناه ورکړې

کاناډا: د  ۲۰۲۱ کال له اګسټه راهیسې مو نږدې ۴۶ زره افغانانو ته پناه ورکړې

author avatar
19 Jan 2024 - 21:59
کاناډا: د  ۲۰۲۱ کال له اګسټه راهیسې مو نږدې ۴۶ زره افغانانو ته پناه ورکړې
author avatar
19 Jan 2024 - 21:59

اټلانټا (پژواک، ۲۹ مرغومی ۱۴۰۲): د کاناډا د کډوالۍ او تابعیت اداره (IRCC) وايي چې د ۲۰۲۱ کال له اګسټ راهیسې یې د مختلفو پروګرامونو له لارې ۴۵ زره او ۸۵۰ افغان کډوالو ته په دغه هېواد کې د مېشتېدو امکانات برابر کړي دي.

دې ادارې ویلي چې دا شمېر افغانان له پاکستان، تاجکستان او متحده عربي اماراتو په کرایه شوو الوتکو کې کاناډا ته انتقال شوي دي.

د کاناډا د کډوالۍ او تابعیت ادارې زیاته کړې، د پنجشنبې په ورځ (د مرغومي ۲۸مه) یې ۳۱۴ نور افغان کډوال له پاکستانه په یوه کرایه شوې الوتکه کې د دغه هېواد سسکټون ښار ته انتقال کړي دي.

یادې ادارې د پنجشنبې ورځ ناوخته په یوه راپور کې ویلي چې کاناډا ته نوي ورغلي افغان کډوال به د اتاوا، ساري او تورنټو په ګډون د دغه هېواد په ۳۲ ښارونو کې ځای پر ځای شي.

دا د روان ۲۰۲۴ کال د جنورۍ میاشت کې له پاکستانه کاناډا ته د افغان کډوالو د تخلیې عملیاتو په لړ کې دویمه ډله ده چې دغه هېواد ته انتقال شوې ده.

د کاناډا کډوالۍ او تابعیت ادارې ویلي چې اوس مهال دا اداره په کاناډا کې د افغانانو د بیا مېشتېدو پر پاتې غونښتلیکونو باندې غور کوي.

غې ادارې ویلي: «د ځانګړي کډوالۍ ارزونې تر پروګرام لاندې موږ ۱۸ زره افغانانو ته د هرکلي ویلو لپاره په کافي اندازه غوښتنلیکونه ترلاسه کړي دي.»

د کاناډا د کډوالۍ او تابعیت اداره وايي، هغه چې د دغه پروګرام له لارې دغه هېواد ته د تللو نیت لري، پروګرام ته د غوښتنلیک له استولو مخکې باید لومړی د کاناډا نړۍوالو اړیکو او یا هم د ملي دفاع له ادارو بلنلیک ترلاسه کړي.

د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې د افغانستان د پخواني حکومت له سقوط وروسته، کاناډا ژمنه وکړه چې ۴۰ زره هغه افغان پناه غوښتونکي به چې د طالبانو په رژیم کې یې ژوند په خطر کې وي، دغه هېواد ته انتقال کړي.

په دغو افغان کډوالو کې چې کاناډا ته تللي، له لسو زره زیات هغه افغانان هم شامل دي چې کاناډايي موسسو او یا یې په افغانستان کې د کاناډا په پروګرامونو کې کارونه کړي دي.

پر دې سربېره له ۱۶ زره ډېر نور افغانان، په ځانګړي ډول ښځې او د مدني ټولنې فعالان د بشرپاله ملاحظاتو له مخې دغه هېواد ته انتقال شوي دي.

کاناډا له پاکستانه د افغان کډوالو د انتقال لړۍ په داسې حال کې چټکه کړې چې د پاکستان حکومت له خوا له دغه هېواده د ۱.۷ میلیون قانوني اسناد نه لرونکو بهرنیو کډوالو ایستلو له پرېکړې وروسته په پاکستان کې پر مېشتو افغان کډوالو باندې فشارونه زیات شوي دي.

یادونه: په دغه خبر کې د امریکا غږ له راپوره استفاده شوې ده.

Visits: 67

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.