Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

تهران د کاناډا له لوري د «ترهګرو ډلو» په نوملړ کې د سپاه پاسداران شاملول پارونکی عمل وباله

کابل (پژواک، د چنګاښ لومړۍ نېټه ۱۴۰۳): د کاناډا د دولت له لوري د «ترهګرو ډلو» په نوملړ کې د ایران د سپاه پاسداران له شاملولو وروسته، تهران ویلي چې د اټاوا دغه پرېکړه د سپاه پاسدران د قدرت په تولید او اقتدار په زیاتېدو کې هیڅ اغېز نه لري.

فرانس ۲۴ د تېرې چهارشنبې په ورځ د کاناډا د عمومي امنیت د وزیر ډومینیک لبلانک په حواله راپور ورکړی و چې دغه هېواد د ایران سپاه پاسداران د «ترهګرو ډلو» په نوملړ کې شامل کړي دي.

ډومینیک لبلانک تېره چهارشنبه په یوه خبري غونډه کې وویل: «زموږ دولت پرېکړه کړې چې د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران تر کیفري قانون لاندې د ترهګریزو سازمانونو په نوملړ کې شامل کړي.»

بلخوا، د کاناډا د بهرنیو چارو وزیر ملاني جولي هم دې ته په اشاره چې اوټاوا څو کاله وړاندې له تهران سره خپلې ډیپلوماټیکې اړیکې پرې کړې، له کاناډایانو وغوښتل څو ایران ته له سفر کولو ډډه وکړي.

هغه زیاته کړه: «هغه کسان چې اوس هم ایران کې دي، خپلو کورونو ته د بېرته تلو وخت یې رارسېدلی دی.»

له دې پرېکړې وروسته، تسنیم خبري اژانس پرون (پنج‌شنبه) د ایران د بهرنیو چارو وزارت د ویاند ناصر کنعاني په حواله راپور ورکړی چې د اوټاوا دغه پرېکړه د مشروع واک په تولید او د سپاه پاسداران د اقتدار په زیاتېدو او پراختیا کې هیڅ اغېز نه لري.

کنعاني د کاناډا دغه پرېکړه غندلې او زیاته کړې یې ده: «دغه غیرمسوولانه او پارونکی حرکت دی چې د کاناډا دولت له څه باندې یوې لسیزې راهیسې د جګړه غوښتونکو او د بشري حقونو د واقعي ناقضینو او د ترهګرۍ اصلي ملاتړو تر اغېز لاندې اختیار کړی دی.»

هغه څرګنده کړې: «د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران، د ایران له ملته جوړ حاکمیتي بنسټ او د ایران د اسلامي جمهوریت د قانون له پلوه رسمي او قانوني هویت لري چې له نور وسله‌وال پوځ سره د ملي امنیت او د پولو امنیت تامین او د ترهګرۍ له شومې پدیدې سره د مبازې له لارې په سیمه کې د پایداره ثبات د ټینګښت مسوولیت پر غاړه لري.»

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.