Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کاناډا کې یوه مېله په ویر واوښته

کابل (پژواک، ۷ غویی ۱۴۰۳): د راپورونو له مخې، د کاناډا په ونکوور ښار کې له دې امله یو شمېر کسان وژل شوي او ”ګڼ شمېر” ټپیان شوي چې یوه موټرچلوونکي ناڅاپه موټر د پليو خلکو پر لور ځغلولی او پر ګڼه‌ګوڼه ورغلی دی.

د بي‌بي‌سي د راپور له مخې، دغه پېښه له ځايي وخت سره سم د شنبې ماخوستن له اتو بجو لږ وروسته شوې ده.

ځایي پولیسو ویلي چې د ونکوور په فرازیر سیمه کې د فلیپین د خلکو «لاپو لاپو» نومې کلتوري مېله روانه وه چې  موټرچلوونکي ناڅاپه چټک روان موټر د پليو خلکو پر لور وځغلاوه او د خلکو پر ګڼه‌ګوڼه ورغی.

پولیسو د جزئیاتو له ورکولو پرته ویلي چې په دې پېښه کې”یو شمېر” کسان وژل شوي او ”ګڼ شمېر” نور ټپیان دي.

هغوی ویلي چې د پېښې په تړاو یو ۳۰ کلن مشکوک سړی نیول شوی دی.

د کاناډا لومړي وزیر مارک کارني پر اېکس یوه پیغام کې د وژل شوو او ټپیانو له کورنیو سره خواخوږي کړې او ویلي یې دي: «د ونکوور لاپو لاپو فيسټیوال کې د وحشتناکو پېښو په اړه له اورېدلو سره ډېر خواشینی شوم.»

د کاناډا بېلابېلو سیاسي ګوندونو او مشرانو هم په دې اړه د خواشینۍ او خواخوږۍ پیغامونه خپاره کړي دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.