ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کاناډا کې د یو شمېر پخواني ملي لوبغاړو په ګډون «د افغان کاناډا اتلانو» په نوم کرکټ لوبډله جوړه شوه

کاناډا کې د یو شمېر پخواني ملي لوبغاړو په ګډون «د افغان کاناډا اتلانو» په نوم کرکټ لوبډله جوړه شوه

author avatar
20 Feb 2024 - 20:57
کاناډا کې د یو شمېر پخواني ملي لوبغاړو په ګډون «د افغان کاناډا اتلانو» په نوم کرکټ لوبډله جوړه شوه
author avatar
20 Feb 2024 - 20:57

اټلانټا (پژواک، د کب لومړۍ نېټه ۱۴۰۲): په کاناډا کې د افغانستان یو شمېر پخواني ملي لوبغاړو په ګډون د «افغان کاناډا اتلانو» په نوم د کرکټ لوبډله جوړه شوه.

دغه لوبډله په کاناډا کې د یو شمېر هغو افغانانو له خوا جوړه شوې چې پخوا یې د افغانستان کرکټ بورډ کې په بېلابېلو برخو کې دندې ترسره کړې دي.

په دوی کې هر یو ډاکټر نورعلم فرید چې کلونه یې په شمال کې د کرکټ خدمت کړی او د هغه سیمې مسوول پاتې شوی دی.

دغه راز شېراغا همکار د کلونو لپاره د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مدیر یا منېجر په توګه او نورو برخو کې هم دندې ترسره کړې دي؛ د دوی درېیم ملګری عابد صاحبزاده نومېږي.

د دولت ځاځي په نوم د افغانستان کرکټ پخواني کارکوونکی د (افغان کاناډا اتلانو) لوبډلې د روزونکي په توګه ټاکل شوی دی.

ډاکټر نورعلم فرید پژواک خبري اژانس ته وویل چې په دې لوبډله د افغانستان د ملي، نولس کلنو او فرسټ کلاس لوبډلو لوبغاړي شامل دي.

هغه زیاته کړه چې د افغانستان پخوانی ملي لوبغاړی منیر کاکړ د دې لوبډلې لوبډلمشر په توګه ټاکل شوی او یو شمېر نور مشهور پخواني ملي لوبغاړي په کې دي.

ډاکتر فرید وایي، دوی به دې لوبډلې ته دمګړۍ په خپلو لګښتونو تمریناتي اسانتیاوې، د ظرفیت لوړوالو مهارتونه برابروي او د کاناډا کرکټ له ادارې سره به یې رسمي ثبتوي.

د هغه په وینا، اوس هم د کاناډا د کرکټ ملي لوبډله کې دوه افغانان لوبېږي او دوی به هڅه وکړي چې له دې نوې جوړې شوې لوبډلې پیاوړي لوبغاړي د کاناډا ملي لوبډلې ته لاره پیدا کړي.

ډاکټر فرید وایي، په همدې موخه دا لوبډله به د کاناډا په ټولو کورنیو سیالیو او ټولو لیګونو کې برخه اخلي او هڅه به کوي چې نړۍوالو لیګونو ته هم دغه لوبغاړي ور وپېژني.

Views: 662

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.