میدانښار(پژواک، ۳۱ غبرګولی ۱۴۰۱): د میدان وردګو ولایت د یو شمېر ښوونځيو زدهکوونکي د درسي کتابونو له کمښته شکایت کوي او د پوهنې له وزارته غواړي چې دغه ستونزه دې حل کړي.
د یاد ولايت د پوهنې رياست هم د کتابونو د کمښت ستونزه مني، خو وايي چې موضوع يې له وزارت سره شريکه کړې او په نږدې راتلونکي کې به حل شي.
د میدانښار د اول بابا عالي لېسې د لسم ټولګي زدهکوونکي محمد هارون پژواک خبري اژانس ته وویل چې درسي کتابونه نه لري او دې ستونزې د زدهکړو پر بهیر منفي اغېز کړی دی.
ده زياته کړه چې په هر ټولګي کې يوازې څلور یا پنځه کسان کتابونه لري.
د میدان وردګو د چک ولسوالۍ د الجهاد عالي لېسې زدهکونکي عصمتالله وویل: «کتابونه نه لرو، يوازې په ښوونځي کې د معلم خبرې واورو او کورنۍ دنده رانه پاتې وي.»
ده له حکومته وغوښتل چې د کتابونو د کمښت ستونزه دې حل او نوي کتابونه دې چاپ کړي.
د یادې لېسې یوه ښوونکي ضیاءالحق پژواک ته وویل چې یوازې څو هغو زدهکوونکو چې اقتصادي وضع يې ښه ده، کتابونه يې په بازار کې اخيستي او نور هیڅوک کتاب نه لري.
بلخوا، د میدان وردګو د پوهنې رییس مولوي ګلولي متقي هم په دغه ولایت کې د کتابونو د کمښت ستونزه تاييدوي، خو وايي چې د پوهنې وزارت د هوارولو ژمنه یې کړې او هیلهمن دی چې په نږدې راتلونکي کې حل شي.
Views: 52
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن